View Single Post
  #8  
Old Friday, August 21, 2009
Mr.Nationalist's Avatar
Mr.Nationalist Mr.Nationalist is offline
Senior Member
 
Join Date: May 2009
Location: Mard+aan (Pukhtoonkhwa)
Posts: 176
Thanks: 91
Thanked 143 Times in 87 Posts
Mr.Nationalist will become famous soon enough
Default


سپينه کونتره

اجمل خټک
راوالوځه ګډا شه د خېبر د لوړه سره
واه واه سپينه کونتره
د مېنې فضا جوړه کا د امن پېغامبره
واه واه سپينه کونتره

دا خونه د تاريخ ده د پښتو او د ايمان
دښمن يې راته سيزي د بمونو په باران
داظلم اپوټه کا د جنګونو له سنګره
واه واه سپينه کونتره

نن وخوره چورلکونه زما وينه مستانه کا
خبر مې په مېړانه دامغروره زمانه کا
د ننګ چغه پېدا کا د نرانو له ډګره
واه واه سپينه کونتره

دا خپل مستانه قوم د خپل ښاېست په تماشه کا
دې وينه کښې ، دې مينه کښې پېدا نوې جذبه کا
دا شر اؤ فساد ورک کا له هېواده سراسره
واه واه سپينه کونتره

يو داسې امن غواړم چې زما د خاورې پت وي
د بم او ډالر نه وي د ايمان اؤ د غېرت وي
په خپله فېصله شي د محراب نه تر ټغره
واه واه سپينه کونتره


سپرلي د جنت راشي دې جنګونو سوي کور ته
ملي زندګي راوړي دغه خاورې دغه لور ته
ژوندون شي مينه مينه دلته کوزه هلته بره
واه واه سپنه کونتره

خپل حسن زما ننګ راته يو نوې فېصله کا
د وخت د شين اسمان په پلوشو کښې مو جرګه کا
خټک ته زېري راوړه د وطن د سپين سحره
واه واه سپنه کونتره

__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection.....

Last edited by Princess Royal; Tuesday, September 29, 2009 at 08:46 PM.
Reply With Quote
The Following User Says Thank You to Mr.Nationalist For This Useful Post:
Cosmic_libertine (Friday, August 21, 2009)