سپرلۍ
ځه ده سپرلې ده ګل په شان تازه ووم
ده جانان مينه ده رنجه زيړ يې کړمه
ارمان
ډير دولتونه نيست نابود شول
شهان ترې لاړو خالي لاس په ارمانونو
په تور لمحه کښۍ به نعرې کړم
زه د دنيا نه ارمانجن راغلې يمه
که اسوېلې د خولې اوباسم
په دې نږدې کلو به اور ولګوينه
تا به د زړه ارمان پوره نه شي
په هر ساته دې په جرګو خولا کومه
په قيامت کښۍ به دې غواړم
په دې دنيا دې ظالمان نه راکوينه
يا خو زمونږ نصيب کم دې
يا هلکان له کوره تش راغلي دينه
په تور لمحه کښۍ به نارې کړم
زه د دنيا نه ارمانجن راغلې يمه
ارمان به وکړې وخت به تير وي
بيا به نارې وهې نه به درزمه
نه به انځر ده ورځې ګل شې
نه به زړګې ځما ده غمه خالي شينه
ارمان ارمان تير شو ساته
بيا را نشې که ملنګ تر پسې شمه
که اسوېلې د خوله اوباسم
په نژدې کلو به اور اولږوينه
په اباسين باندې لاهو شي
ماته دې ټول عمر دروغ وئيلي دينه
__________________
Life is a tale told by an idiot...
|