View Single Post
  #13  
Old Friday, September 18, 2009
Islaw Khan's Avatar
Islaw Khan Islaw Khan is offline
Senior Member
PMS / PCS Award: Serving PMS / PCS (BS 17) officers are eligible only. - Issue reason: PCS - 2008 / TehsildarMedal of Appreciation: Awarded to appreciate member's contribution on forum. (Academic and professional achievements do not make you eligible for this medal) - Issue reason: Qualifier: Awarded to those Members who cleared css written examination - Issue reason: CSS-2008, Roll no. 5170, CSS-2012 Roll no. 11105
 
Join Date: Jun 2008
Posts: 1,066
Thanks: 928
Thanked 1,758 Times in 791 Posts
Islaw Khan has much to be proud ofIslaw Khan has much to be proud ofIslaw Khan has much to be proud ofIslaw Khan has much to be proud ofIslaw Khan has much to be proud ofIslaw Khan has much to be proud ofIslaw Khan has much to be proud ofIslaw Khan has much to be proud ofIslaw Khan has much to be proud of
Default

ګودر


دا تورخم داغ مې پکار نه ده
منګې به واخلم په ګودر به اوجاړمه

په ګودر ناست يم په جړا ژاړم
جانانه راشه چې جوړه ورته ورځونه

ګودر په څرمه قبر راته جوړ کړې
چې مات منګې پيغلې زما په قبر ورينه

ګودر ته ځم را پسې راشه
ما په منګي کښۍ پراټې راوړي دينه



ديدن


ديدن د ګلو غونچه نه ده
چې د رهبر په لاس ئې يار له وليږمه

که دې زما ديدن پکار وي
د چارشنبه حساب کوه زيارته ته ځمه

يو وار مې ستا ديده چې وکړې
بيا که مې سترګې کارغان خوري خوشاله يمه

ځما آشنا ګل د بادام دې
زما په نام دې نور دې تش ديدن کوينه

ديدن دې ولې قيمتې کړو
ځه دې په کومه ګناه اووينم مئينه

يو وار مۍ ستا ديدن وشۍ
بيا که مۍ سترګۍ کارغان خورۍ خوشحاله يمه

ده مستانه جانان نه ځار شم
چۍ تش ديدن ته يې خيمۍ وهلۍ دينه

ستا په ديدن به مړه نه شم
که تمام وجود مۍ سترګۍ سترګۍ شۍ نه

ديدن ده ګلو غنچه نه ده
چه ده رهبر په لاس يې يار لا وليږمه

که دۍ ځما ديدن پکار وۍ
ده چارسنبه حساب کوه زيارت ته ځمه

ديدن ده بدو پيمانه ده
نه په مړيږم نه تۍ پنډ تړلۍ شمه

هلکه لوئ شۍ برخوردار شۍ
روزۍ ده پلار شۍ ځه دۍ تش ديدن کومه

ديدن مۍ ستا بهانۍ مۍ نورۍ
لکه ګجر چم په چم ناري وهمه

جانان که خاص دۍ ځما بس دۍ
ځما توبه شه ده پردو د ديدنونه

ځه په مينه کښۍ ملنګ شوم
خپله ليلا د ديدن خير نه راکوينه
__________________
Life is a tale told by an idiot...
Reply With Quote