Pashto GHAZAL
دَ يار دَ کلې دَ کوڅې مازيګر
ما لېونے کړی،لېونے مازيګر
ما پۀ جنت هم بدل کړے نۀ د
دَ محبت دَ ميکدې مازيګر
دَ زړۀ لۀ درده ناقلاره وومه
دَ اور ترخې اوبۀ مې څښې مازيګر
سم لۀ ماښامه تبې ونيومه
تاراته کړې وې ښېرې مازيګر
رقيبان ؤبوږنېدۀ،ؤيرېده
مونږ چې يو بل ته شو نزدې مازيګر
ستا دَ ښائېست نه تاوېدۀ،لوګېدۀ
غزل غزل سپرلے سپرلے مازيګر
ستا پۀ کوڅه کښې راترغاړې ووځی
انګار انګار لمبې لمبې مازيګر
ځان ې ستايۀ،دَ ځان صفت ې کوو
زما غزل ې ماته وې مازيګر
زمونږ کوڅې ته دې کاتۀ،روان وې
زما صابره ماليدې مازيګر
..................................
__________________
Life is a tale told by an idiot...
|