د دوي حق به منو
دوي مي د ټول قام وارثان دي، د دوي حق به منو
خو بس د ذهن غلامان دي، د دوي حق به منو
دوي د قام سترګي دي، د قام په سترګو ګوتې منډي
دوي دانشور دي، اديبان دي، د دوي حق به منو
دوی پګړۍ نه تړي، د مارکس بابا کتاب هم وايي
دوي ږير خرېيلي مُلايان دي، د دوي حق به منو
دوي د اورنګ نوکري کړي، هم جايزې ترې اخلي
هم د خوشحال بابا لمسان دي، د دوي حق به منو
بلا واړه خلک، بلا اوږده اوږده نومونه
په کاغذونو کي لويان دي، د دوی حق به منو
دوي که واړه دي په کردار خو په قامت اوچت دي
دوي مي بې شکه مشران دي، د دوی حق به منو
دوي وايي دا هلک ګستاخ دی، مشران نه پرېږدي
په ما د زړه له کومې ګران دي، د دوی حق به منو
دوي د پښتو د يو يو ټکي اُجرتونه اخلي
دوي د خدمت په لار روان دي، د دوي حق به منو
چي د رښتيا ډګر ته راشي د خپل ځان منکر شي
خو د شعرونو اتلان دي، د دوي حق به منو
..................................................
__________________
Life is a tale told by an idiot...
|