Saturday, October 22, 2011
|
|
Senior Member
|
|
Join Date: Jun 2008
Posts: 1,066
Thanks: 928
Thanked 1,758 Times in 791 Posts
|
|
Guests
ميلمه
When the Bread is Less, Blame the wife, When the broth is Less, Blame the guest
چۍ مړئي کمه وې، کور واله ګرموه؛ چۍ لمده کمه وې، ميلمه ګرموه
Un-categorized/Miscellaneous
نيستې پاکه بادشاهې ده، دولت مند يې له خوند خبر نه دې
غر ننګ اوخوړو او د امان قلنګ اوخوړو
چې نن سپک شې، صبا ورک شې
خدائي خبر دې چې تره يې کافر دې
چرګ خو يو مارغه دې، چا چې اونيؤ د هغه دې
په ګوهار کښې به يې سخې وې، وائي به زمونږ د کلې ګوهار هغه دې
خره ښکر ګټل، غوږونه ئي اوبائيلل
څوک وائي چې څه اوخرو، څوک وائي چې څه سره اوخرو
اباسېن هم چې په کاشو شې، نو اوچ به شې
د زورورو اوبه په لوړو خيژې
چې اوښان ساتې، ورونه به دنګ ساتې
خر يې په رشې پورې اوتړو او ورته وائي څه مه خوره
خاورې راغلې ايرو له، ايرې باد يووړل
خوار څادر نه موندولو، چې اوئيمندو نو په ژړه شو چې دا خو دولس ګز نه دې
د باچا زوئ ته چا ويل چي قحط دې، خلق له وږې مرې، د ويل چې وريژې او غوړې ولې نه خورې
چه خوارانو روژي اونيولې، ورځې هم سترې شوي
خر ته چا وئيل زوئي دې وشو، ده وئل څه يې کړم؟ هغه به خپل بار ورې ځه به خپل
اوږې ته چا وئل دوه او دوه څو کيږې؟ هغه وئل څلور ډوډئ
__________________
Life is a tale told by an idiot...
|