|
Share Thread: Facebook Twitter Google+ |
|
LinkBack | Thread Tools | Search this Thread |
#1
|
||||
|
||||
Pashto ke Marsia nigari
AOA
I hope this post will help all those members of the forum who have selected pashto as a optional subject. پښتو ادب کښې مرثيه مرثيه څۀ ته وائي؟ مرثيه د رثا نه وتې ده. رثا مرثيه. لغوي معني ده مړي ته ژړا کول. رثا په ادب کښې هغه اشعارو ته وائي چې پکښې د مړي په مرګ ماتم کولې شي. دا د خپلوانو او دوستانو په مرګ هم ليکلې شي، د قوم د مشرانو، بادشاهانو، سردارانو په مرګ هم ليکلې شي او د مذهبي شخصياتو په مرګ هم. چې په اسلامي تاريخ کښې د کربلا مظلومان پکښې د ټولو نه اول دي. پښتو کښې مرثيه: کيدے شي چې پښتو مرثيه نګارو د فارسي او اردو مرثيو مطالعه کړې وي. او د دې فن په ترقۍ کښې ئې ترې نه استفاده هم کړې وي. خو د حقائقو نه دا معلوميږي چې پښتو کښې مرثيه ډيره زړه ده. د دې دعوې ثبوت کښې څو کرښې وړاندې کوو. ١. پښتو کښې مرثيه په ملي وزن او اهنګ کښې د ټپې، چاربيتې، نيمکۍ په صورت کښې د هغه وخت نه راروانه ده چې ډيرې ژبې لا ترې نه خبر هم نۀ وې. په دې لړ کښې به اول ټپه واخلو. د ((غاړو)) او ((ساندو)) په شکل کښې پښتنې زانه د ډيرو زمانو راسې په خپلو مړو دا مرثېې وائي. غاړې د غم ساندې اکثر پښتنې ميرمنې د غم په کالۀ کښې وائي. ځکه نو چې څومره ټپه زړه ده دومره د پښتو مرثيه زړه يادولې شي. د ټپو په شکل د ساندو په صورت کښې دا مرثيه چې داسې زرګونه ټپې او غاړې لري د يو مثال نه واضحه کوو. ننګيالۍ پښتنه د خپل لاي د مرګ خوبونه ويني او وائي: مرګے کوڅه په کوڅه ګرځي د ټوکيدونکو بريتو جرړې لټوينه اخر دا خوب ريښتيا شي نو د ځوان لالي سر ته ناسته په ژړا کښې وائي: مرګه بيوخته ورله راغلے يو ئې ځواني وه بل ئې ډير وو ارمانونه مړے چې کور پورت وي نو د کالۀ ښځې په ساندو کښې څۀ د دې قسم غاړے وائي: پرون دنيا وه نن قيامت دے چې زۀ ولاړه جانان اخلي رخصتونه کۀ په ژړا لالے راګرځي اوچه ګيا به زرغونه په اوښکو کړمه په جانان سپين کفن خوريږي په ما وريږي د سکروټو بارانونه نن به په چغو چغو ژاړم د جانان زنه په خاصه باندې تړينه د کور محلت ځوانانو ګنټۍ بيلچۍ واخستې. د دې لالي ته قبر کني په ژړا کښې اواز ورکوي: قبر لالي ته فراخ جوړ کړئ زۀ د لالي سره يوځائې قبر ته ځمه قبر جوړ شو، خبر راغے، جنازه تياره شوه. ځلمو وچته کړه، روانه شوه. د پښتنې زړۀ صبر نۀ شو په ساندو سر د سويلو سره روانه شوه او غږ ئې وکړو: پالنګ ئې پاس په کمر کيږدئ د کلي جونه ترې نه صبر ماتوينه خلقو ليونۍ راستنه کړه. په لالي خاورې انبار شوې. تش کټ کور ته راوړے شو. د تش کټ په ليدو په ساندو سر ليونۍ چغه کړه: زمکې قلنګ دې زوراور دے زلمي ترې اخلې راليږې تش پالنګونه د ګور کفن د رسوماتو د ختميدو نه پس عمومًا د دې قسمه ساندې وئيلې شي: زما د ګل په شان جانانه تۀ رانه لاړې زۀ دې چا ته پريښودمه لحد مې سم ورسره جوړ کړئ زۀ مرور اشنا په مرګ پخلا کومه زما صورت به څۀ ښادي کړي چې زۀ ولاړه په تا خاورې اړوينه عالمه راشئ تماشې له په لالي پريوتل د خاورو انبارونه د ګور په خوا کښې عمومًا داسې ساندې وئيلې شي: زړګيه صبر دې په خدائې شه اشنا دې لاړ په تور لحد کښې بندي شونه زما په سر دې خاورې واوړي چې جانان نشته ژوندۍ څۀ ته ناسته يمه اشنا د لارې نۀ هيريږي زۀ به د عمر اشنا څنګه هيرومه د ليونۍ زړۀ نۀ صبريږي، کله کله قبر ته ځي او يوه ورځ چې دا ورانيدونکي قبر ته ګوري نو وائي: قبر دې ناست خازې دې ماتې زۀ ليونۍ دې د راتلو په طمع يمه اخر په زړۀ د صبر غټ کاڼے د کيښود کوشش کوي. روانيدو نه وړاندې زمکې ته سوال کوي، ژاړي او وائي: زمکې سلام به درته وکړم چې د جانان مې خاورې نۀ کړې اندامونه Regards |
The Following User Says Thank You to Mr.Nationalist For This Useful Post: | ||
Khan Riaz (Friday, September 11, 2009) |
|
|
Similar Threads | ||||
Thread | Thread Starter | Forum | Replies | Last Post |
Help in learning Pashto | Ahmed_2007_Cool | Pushto | 3 | Friday, September 18, 2015 08:13 PM |
How to learn Pashto verses and poetry? | dr.taqi abass | Pushto | 1 | Wednesday, September 16, 2009 11:00 PM |
Humza Shinwari - Baba-e-Ghazal. | Xeric | Pushto | 0 | Thursday, June 04, 2009 01:48 PM |
PASHTO POETs "Khushal Khattak & Hamza Baba" | Shabab368 | Pushto | 0 | Tuesday, May 29, 2007 09:56 AM |
PASHTO POET " Rahman Baba" | Shabab368 | Pushto | 0 | Tuesday, May 29, 2007 09:46 AM |