Tuesday, April 23, 2024
11:31 PM (GMT +5)

Go Back   CSS Forums > CSS Optional subjects > Group VII > Pushto

Reply Share Thread: Submit Thread to Facebook Facebook     Submit Thread to Twitter Twitter     Submit Thread to Google+ Google+    
 
LinkBack Thread Tools Search this Thread
  #1  
Old Tuesday, December 01, 2009
Mr.Nationalist's Avatar
Senior Member
 
Join Date: May 2009
Location: Mard+aan (Pukhtoonkhwa)
Posts: 176
Thanks: 91
Thanked 143 Times in 87 Posts
Mr.Nationalist will become famous soon enough
Default Khushal baba & his poetry


خوشحال بابا خپله شاعرۍ کښې د ژوند په هر اړخ ليکل کړي دي. دا يوه داسې خبره ده چې د پښتو ادبياتو په تاريخ کښې ئې مونږ صرف او صرف د تورې او قلم خاوند خوشحال بابا دپاره کولے شو. بلکه کۀ يو قدم وړاندې تېر شو نو دا به ووايو چې خوشحال بابا وړومبنے پښتون شاعر وۀ چې د ژوند په سترګو کښې ئې سترګې واچولې. ژوند ئې شاعرۍ ته او شاعري ئې ژوند ته غاړه وېسته. ولې چې هغه د عمل خاوند وۀ او د عمل خاوند د ژوند په هر ډګر کښې د تجربو او مشاهدو نه استفاده کوي. وړاندې د دې نه چې په پورتنۍ خبره د ثبوت په طور د خوشحال بابا د شاعرۍ نمونې پېش کړم. د دې خبرې په تائيد کښې د يو څو پياوړو ليکوالو څو اقوال د تائيد دپاره درج کول ضروري ګڼم.
١. ښاغلے حبيبي ((پښتانۀ شعرا)) کښې ليکي:
((د خوشحال خان شاعري د معني او مضمون دواړو په لحاظ دومره جامع ده چې مونږ ورته د ادب يو لوړ استاد او پېشوا وئيلے شو. دے په عشقي او بزمي اشعارو کښې استاد دے. پوخ فلسفي دے او وطني اشعار ئې داسې خواږۀ دي چې د پښتنو د فطرت په خټه کښې اخښلي دي. او د وطن مينه او محبت ترې نه څرګندېږي. دغه شان اخلاقي او اجتماعي اشعار ئې هم ډېر لوړ دي او په رزمي او حماسي اشعارو کښې د دۀ په شان لوړ ويونکے بل هډو شته نه.
٢. مولانا عبدالمجيد افغاني ئې د ديوان په مقدمه کښې ليکي:
((د يو سردار او شاعر نه علاوه هغه يو زبردست فلسفي او حکيم وۀ چې د خپل قوم ټولې خوبۍ او کمزورۍ ورته ښې معلومې وې)).
٣. ښاغلے دوست محمد خان کامل په خپل کتاب خوشحال خان خټک کښې ليکي:
ترجمه: ((د خان عليين مکان شاعري جامع ده او د حيات او د انساني فکر شايد چرته داسې اړخ وي چې دۀ ئې په شاعرۍ کښې عکاسي نۀ وي کړې)).
٤. ښاغلے صديق الله خان رشتين خپله مقاله ((د خوشحال پېژندګلو)) ننګيالي کښې ليکي:
((خوشحال خان هيڅ ډول مضمون پرې نۀ ښود. حقيقت ئې د مجاز سره ونښلاؤۀ. عشقي، بزمي، اخلاقي، اجتماعي، وطني، ملي، فلسفي، تصوفي، رزمي، حماسي، فکاهي او نور هر راز مطالب ئې د شعر په جامه کښې ونغښتل. د هر چا د ذوق دپاره ئې د خپل شعر باغ د رنګا رنګ ګلونو څخه ډک کړو.))
٥. ((ښاغلي ګل باچا الفت خپله مقاله ((د خوشحال خان د اشعارو اجتماعي او اخلاقي خوا کښې ليکي:
(( خوشحال د يو مفکر او صاحب نظر شاعر په حېث د انفرادي او اجتماعي ژوند په مختلفو خواؤ او په ډېرو اجتماعي مسائلو کښې خپل افکار او نظريات څرګند کړي دي چې په ځينو کښې له خپل عصر نه ډېر وړاندې دے او په ډېرو خبرو کښې د خپل محيط او ماحول او د پښتني ذهن او عقائدو ډېر ښۀ ترجمان دے.))
٦. ښاغلے قيام الدين خادم خپله مقاله خوشحال او رحمان کښې ليکي:
((خوشحال د شاعر په حېث يو خورا لوئے قومي او ملي شاعر دے. قوم او ملت جوړولو ته په ارادي ډول متوجه دے. شعر ئې په ټولو قومي خصوصياتو مشتمل دے.د پښتو خاص لغتونه، خاصې محاورې، قومي متلونه، استعارې او کنايې په قومي رنګ او د محيطي شعائرو او دودونو د تاثير لاندې استعمالوي)).
٧. ښاغلے محمد امين خوګياني په خپله مقاله د خوشحال د اشعارو ملي خوا کښې ليکي:
((خان بابا د پښتو ژبې قهرمان د پښتو ژبې مجدد وۀ. چې په يولسمه صدۍ کښې ئې وروزله او دنيا ته ئې په يو ښۀ صورت ښکاره کړه.))
٨. ښاغلے سيد رسول رسا خپله مقاله د خوشحال خان اسلامي کردار کښې ليکي:
((د خوشحال خان خپل ژوند د اسلامي اخلاقو په مکمل طور عکاسي کوي د هغۀ ديوان د اسلامي اخلاقو په عالمانه او شاعرانه طرز کښې مکمل تصوير دے)).
٩. ښاغلے اميرحمزه خان شينواري خپله مقاله ((د خوشحال خان د فلسفې او تصوفي اشعارو خوا)) کښې ليکي:
((د خوشحال خان عليين مکان د نوم اورېدو سره په ذهن کښې د يو داسې نابغه انسان تصور وبريښي کوم چې د انساني ژوند په هر اړخ ځلاند او ژور نظر لري او بيا چې د هغۀ په فن هم نظر وزغلولے شي نو ظاهر شي چې خان د انساني ژوند د هر ضروري او مهم اړخ عکاسي په ډېر ښۀ شان کړې ده. داسې انسانان په نړۍ کښې کله کله پېدا کېږي.))
١٠. ښاغلے اجمل خټک خپله مقاله ((د خوشحال فکر او نظر نوې مطالعه)) کښې ليکي:
((کۀ خوشحال يو خوا زمانه بدلول غواړي او د زمانې د رباب نه نوې نوې نغمې راوباسي نو بل خوا د دې جدت دپاره دعاګانې منتونه او تشې خبرې کافي نۀ ګڼي. د همت د عمل درس ورکوي بلکه خپله د ننګ توره او د شعور قلم لاس کښې اخلي مېدان کښې ودرېږي.))

د خوشحال بابا شاعري د څو زړو شاعرانو په نظر کښې:
کاظم خان شېدا وائي:
په ديار د تمام روه کښې په دا قام په دا ګروه کښې
يو په سرائے زبان آور دے دوېم ځائې ئې پېښور دے
پيرمحمد کاکړ وائي:
کۀ هر څو وائي نازک شاعران شعر
ولې دوي ګڼي معجز د رحمان شعر
هيڅ تر شعر د رحمان به ډېر کم نۀ وي
و منصف ته د خټک خوشحال خان شعر

بل په شعر کښې هم سيال د خوشحال نشته
کۀ څۀ درشت دے دا د دۀ سخندان شعر
کۀ څوک بحر مواج وائي ورته ښائي
په ديوان کښې ئې مونده شي هر شان شعر
لکه شعر دے د دۀ په پښتونخوا کښې
بل به کم په دا وخت وو د افغان شعر

خوشحال د ختيزو پوهانو په نظر کښې:
١. د ناروے جارج مارګنسټرن ليکي:
((د نيمې پېړۍ نه را هسې زۀ د خوشحال خټک شعر لولم. خوشحال حق لري چې ځان د پښتو ژبې فردوسي او سعدي بولي. هغه خدمت چې دۀ د پښتو ژبې کړے دے هيچا په هيڅ وخت کښې نۀ دے کړے. هيڅوک د دۀ نه د پښتون قام ښۀ مشر نۀ دے))
٢. روسي ليکوال نيکولائي دوريانکوق د خوشحال په حقله مقاله خوشحال خان خټک او د پښتو د کلام د انکشاف په تاريخ کښې د هغۀ مقام کښې ليکي:
(( چې د خوشحال خان خټک شاعري په دې شاهدي ورکوي چې دے په فارسۍ، عربۍ ادب ښۀ پوهه وۀ. د دې ژبو په سبکونو، عروضو او بديعي صنعتونو باندې ئې پوره تسلط درلود. په هغو ژبو کښې ئې هم شعرونه ليکل.
٣. مېجر راورټي د پښتو شاعرۍ په حقله خپل مشهور چاپ کتاب کښې ليکي:
(( د خوشحال خان خټک شاعري لکه د مغرب د شاعرانو په شان د تنوع او مضامينو د فراوانۍ او ندرت يوه ښائسته ګلدسته او يوه لاثاني مرقع ده. داسې مضمون نشته چې خوشحال خان ورباندې طبع ازمائي نۀ وي کړے)).
٤. سراولف کېرو د خوشحال بابا د نظمونو ترجمه کښې ليکي:
((چې د خوشحال خان شعرونه تراوسه پورې د پښتنو په زړونو او دماغونو نقش دي او دوي ورنه د ملي غېرت الهام اخلي)).

خپله شاعري د خوشحال په خپل نظر کښې

خوشحال بابا په خپل ديوان کښې ځائې په ځائې د خپلې شاعرۍ په حقله خونده ور خيالات څرګند کړي دي. د نمونې په طور ئې څو شعرونه دا دي:
چې معني ورسره نۀ وي وئيل سپور وي
خدائې دې نۀ کا د خوشحال خبره سپوره
د خوشحال خبرې ګوره
لعل و در پيئ په تار
د خوشحال خبرې در دي
چې ئې کښلي په قرطاس
همېشه به پرې نارې وي د بلبلو
دا چې ساز کړ نن خوشحال په وئيل باغ
چې دا هسې ښۀ وئيل کا زۀ حېران يم
چې خوشحال راوړۀ له کومه دا ادراک
د خوشحال وئيل و هرچا ته ښکاره دي
نۀ د مښکو بوئ پټېږي نه د هينګ
هر غزل مې په بياض باندې وګوره
زۀ خوشحال خټک د زړۀ په وينو کښل کړم
خدايه چا وته ئې کښم څوک به پرې پوه شي
ما وئيلے هر يو بېت دے دفترونه
هر يو بيت ئې د حلوا خوږه نمړۍ ده
کۀ مشتاق ئې د خوشحال وئيل مزه کړه
راشه ګوره د خوشحال د خاطر وينې
په بياض باندې چې هر حرف د کلام ږدي
رنګارنګ وئيل دې خدائې لره خوشحاله
دا وئيل دې لکه غشي ناوکي دي
چې د فکر مرجوڼا له بحره وکېښ
راشه ګوره د خوشحال کلام ګوهر دے
د خوشحال کلام شېرين دے تر نباتو
چې په خوند ئې خبر نۀ دے ورته کروت دے
افرين دې په وئيلو شه خوشحاله
چې د تورو رژول کړے په قلم کـښې
ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کړو
دا پښتو ژبه به اوس په آب و تاب شي
آفرين دې په وئيلو شه خوشحاله
په بياض باندې عجب شعر رنګين ږدې
چې خوشحال خټک ئې وائي په پښتو ژبه خبرې
په پارسۍ ژبه به نۀ وي کۀ پوهېږې سخن هسې
په پارسۍ ژبه مې هم ژبه ګويا ده
په پښتو ژبه مې خلق بهره مند کړۀ
د بوستان ونې مې واړه پېوندي دي
حقيقت مې د مجاز سره پېوند کړ
په تازه تازه مضمون د پښتو شعر
په معني مې د شيراز او د خجند کړ
هر کلام مې واردات دے يا الهام دے
چې موزون مې په تقطيع د بحر بند کړ
د خوشحال ديوان دوکان د جوهري دے
پکښې واړه لعل و در ياقوت الماس دي
دا څۀ شعر نۀ دے چې خوشحال خټک بيان کړ
واړه لعل و در دي د بيان په تار پېيلي

د خوشحال په شاعرۍ کښې د ژوند مختلف اړخونه

صوفيانه شاعري:
د صوفياؤ په نزد د ژوند په ډګر کښې د ټولو نه اهم اړخ د تصوف دے ځکه چې دا د انسان د روحاني عظمت او معراج باعث ګرځي. خوشحال بابا په دې لړ کښې د حقيقي ذات سره مينه په دې دارالفنا کښې غواړي.
دا فاني چارې فاني دي واړه
يوه، باقي ده، باقي وغواړه
مولا په ياد لره، زړۀ په دا ښاد لره
په دا ښادۍ کښې همېشه ژاړه
بيا د دې ذات په مينه کښې دومره ورکېږي چې وائي:
په هر مخ کښې ننداره د هغه مخ کړم
چې د ډېرې پېدايۍ نه ناپديد شو
ولې د خدائې د عرفان دپاره اول د محمد صلعم عرفان ضروري دے. ځکه چې د دې عظيمې هستۍ په وجه مونږ خدائې وپېژندو.
د خدائې عرفان مې وشو په عرفان د محمد
پاک دے محمد پاک دے سبحان د محمد
لاس دے لګولي ما خوشحال په دواړه کونه
غم اندوه مې نشته په دامان د محمد
د معرفت په ګلو داسې پرواز کوي:
کۀ دې سترګې د عرفان شته مبارک
د ګلزار په ننداره چې استقلال کړے
ولې چې:
خاص بنده د خدائې هغه ګڼه خوشحاله
چې د ځان په معرفت ئې سرفراز کړو
خو کله چې د تصوف په لار کښې د حېرت مقام ته ورسي نو په جار وائي:
ما چې نظر وکړو د دنيا په موجودات
ګول په جهان راغلم ترې به ګول وځم هېهات
خوشحال د دروېش مقام پېژني:
د دروېش تر زړۀ به نۀ رسي دا دواړه
آئينه د سکندر کۀ جام د جم

قومي او وطني شاعري:
د انسان په ژوند کښې خپل وطن او قوم ډېر لوئے مقام لري. د دې دواړو مينه د هغۀ په فطرت کښې شامله ده. د دواړو په ننګ د سروماله تېرېږي. په دې لحاظ د خوشحال شاعري د هغۀ د دور يو ښکلے تاريخ دے. چې ځائې په ځائې ئې پکښې کاميابه عکاسي کړې ده:
د وطن مينه:
د وطن ونې چندنړ اګر دي
خاورې ئې واړه مښک و عنبر دي
په قېد کښې ئې د وطن مينه داسې په زړۀ راورېږي
پښتنې جونه دې زلفې باد ته نيسي
چې نسيم ئې بوي راوړي و رنتمبور ته
د پښتنو بې اتفاقي خوشحال بابا ټول عمر ژړلې ده:
کۀ توفيق د اتفاق پښتانۀ مومي
زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان
اتفاق په پښتانۀ کښې پېدا نۀ شو
ګڼه ما به د مغل ګرېوان پاره کړ
خپله بې قدري داسې ژاړي:
زۀ ئې چا لره وهم قدر ئې چا زده
په اور وسېزه دا تورې قلمونه
پښتانۀ چې مغلو په پېسو اخستل نو خوشحال دا چغې وهلې:
پښتانۀ لکه مګس ورباندې ګرځي
ورته ايښے دے مغل د حلوا تال
د پښتنو په ننګ چې توره راوباسي نو وائي:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم
د خپل قوم بد رسمونه هم يادوي:
د بابا د مال يوازې ميراث خور دي
نۀ په ترور دي نۀ په مور دي نۀ په خور دي
له قاتله ځان غلط کا په قصاص کښې
د مقتول په ځائې بل ووژني په خاص کښې



اخلاقي شاعري:
د ژوند په هر ډګر کښې ښۀ اخلاق د ټولو نه زيات اهميت لري. خوشحال بابا د اخلاقو د يو ستر معلم په طور د اخلاقي تعليماتو اهمه فريضه په ښه ډول تر سره کړې ده. په خپله شاعرۍ کښې ئې د لوړو اخلاقو تعليم ورکړے دے:
عزم او ثبات:
تر مطلوبه پورې شرط د رسېدو دے
کۀ تمامه لار په وينو شي الوده
کوشش او عمل:
د مردانو په معراج به ورتلے نۀ شي
چې د سعي کوتاهي لري په زړۀ کښې
همت:
کۀ اسمان دې د زمري په خلۀ کښې ورکړي
د زمري په خلۀ کښې مۀ پرېږده همت
باز د خوشحال خوښ مارغۀ وۀ. په دې چې دا د همت او مړانې خود اعتمادۍ علامه ده او وچت الوت کوي:
کله باز کا و مردارې ته هوس
دغه کار دے د کلاغ او د ګرګس
لکه باز په لوئے لوئے ښکار زما نظر دے
نۀ چې ګرځي منږک نيسي باد خورک يم
مزرے ئې هم ډېر خوښ دے ولې چې:
د مزريو هنر دا دے
چې يا صبر يا خپل ښکار خوري
مړانه او سخاوت سره تړلے دي:

سخاوت او شجاعت سره زېبا دي
بهادر به خالي نۀ وي له سخا
غېرت:
جهان شرم نام و ننګ دے
کۀ دا نۀ وي جهان ړنګ دے
ننګيالے:
ننګيالے چې د اخلاص توره تر ملا کا
ډېر لښکر ئې تر همت پورې کاروان دے
خاني او سخاوت:
چې ګټل خورول بخښل کا خان هغه
چې توره لري د تورې ځوان هغه
پت:
سر دې درومي مال دې درومي پت دې نۀ ځي
د سړي د چارې کل خوبي په پت ده
دروغ رښتيا:
چې دروغ تر خولې وباسي کله خلۀ ده
چې رښتيا تر خلې وباسي خلۀ هغه
طمع:
کۀ دې طمع د مخلوق له دره پرېکړه
بادشاهي دې مبارک شه کۀ ګدا ئې
قناعت او لالچ:
چې عزت ترې پېدا کېږي قناعت دے
چې خواري ورځنې زېږي هغه آز دے
سخاوت:
کۀ ګنجونه د قارون درته انبار شي
په هر لور ئې غورزوه په سخاوت
احسان نۀ اخستل:
د منت دارو کۀ مرم پکار مې نۀ دي
کۀ علاج لره مې راشي مسيحا هم
لوظ پوره کول:
مرد به خپله وېنا ژغوري څو ژوندے وي
د نامرد وېنا نن شته نشته صبا
نيک خواهي:
چې د خلقو نيک خواهي لرې په زړۀ کښې
مبارک شه بادشاهي لرې په زړۀ کښې
همدردي:
د هغۀ قدر لرم ترې به ځارېږم
چې په غم کښې چاره جوئې د بېچاره شه
ښۀ سلوک:
چې له دوسته له دښمنه ښۀ سلوک کا
د هغو سړيو ښه زندګاني ده
انتقام:
څو وانۀ خلي له غليمه انتقام
مرد نۀ خوب کا نۀ خوراک نا نۀ ارام
عفو:
وې مې څۀ دے چې نښان د ځوانمردي دے
وې ئې عفو په هنګام د استقلال
تحمل:
په بارداره ونه تل کاڼي ورېږي
ورته ګوره چې بارداره ونه څۀ کا
ظلم او انصاف:

عادلان مې د جنت د ګلزار ګل دي
ستمګر مې د دوزخ د اور لرګے دے
ژوندي ښاغلي:
مړۀ هغه چې ئې نۀ نوم نۀ ئې نشان شته
تل تر تله په ښۀ نوم پائي ښاغلي
خود اعتمادي:
د مزريو مړنتوب په لښکر نۀ وي
مټ ئې هرکله يوازې په خپل ځان شي
محنت او راحت:
چې محنت په ځان قبول کا راحت مومي
رنج و ګنج سره دا دواړه دي تړلي
توکل:
کۀ تکيه ده خو تکيه د يوۀ خدائې ده
چې په بل ئې کړه څۀ حال لري تکيه
صبر او شکر:
په ښادۍ کښې دې ئې شکر سړے کاندي
په غمونو کښې د صبر چار فرحت ده
وفا:
کۀ قدم دې د وفا په لارې ټينګ کړ
د خوشحال په پوهه دا ده رستمي
ګفتار او کردار:
چې کردار دې له ګفتار سره سم نۀ دے
تش ګفتار واړه په ځان باندې نفرين دے


د مملکت په رموزو بنا شاعري:
اګرچه خوشحال بابا دستار نامه کښې د حکومت، سياست او مملکت په امورو او رموزو پوره پوره رڼا پښتو نثر کښې اچولې ده ولې د هغۀ په ديوان کښې ډېر داسې شعرونه شته چې د مملکت رموز ترې څرګندېږي د سردارۍ چلونه خلقو ته ښائي د نمونې په طور دا څو شعرونه:
د احمقانو په فهرست کښې وائي:
بل هغه سړے احمق بللې بويه
چې به بې تورې دعوي کا د ملکونه
مړنتوب څوک نشي هېرولې:
مړني دي چې يادېږي
په سندرو هم په وير
د سردارۍ دپاره دوه لازمي څيزونه:
ورکول تورې وهل دا دواړه بويه
چې پرې کار د سردارۍ شي انصرام
د تورې اهميت:
کۀ سردار د خلقو زر لري هنره
بندوبست د عالم نۀ شي بې صمصام
سرداري غوښتونکي ته وائي:
کۀ سرداري غواړې بلا دې دوره
عقل و همت راوړه بيا جود بيا توره
لکه اسمان وته ختنه ګرانه ده
سرداري لا ده ګرانه منظوره
د قوت د سامان سره نور څۀ هم د نېکنامۍ دپاره ضروري دي:

په جهان کښې چې پرې نام و ننګ ګاټۀ شي
کۀ پوهېږې څاربۀ مږونه دي آسونه
د صلاح مشورې اهميت:
هر څوک چې کار کا بې مصلحته
هيڅ به ونۀ خوري بر له دولته
کۀ بخت ئې هر څو کارونه ساز کا
خالي به نۀ وي له ندامته
د سردارۍ دپاره زر ضروري دي:
چې زر لري په کور کښې
هاله شي ښه سرداري
د سردارۍ دپاره څو اصول:
يا سردار لره خپل عقل
يا وزير صاحب تدبير
کۀ هر څو ئې عقل ډېر وي
بيا هم بويه ښۀ وزير
کۀ نه دا وي نه هغه وي
په ژوندون ئې بويه وير
يو دې هسې رنګ بخشش کا
چې پکښې نۀ وي تبذير
د تازي دې تربيت کا
په کوټه دې نۀ شي خير
بل چې جنګ ته تيارے کا
په دښمن دې شي خبير
چې لښکر ئې يګانه وي
بيا دې کا د جنګ تدبير

کله جنګ وته هوس کا
چې آشتي مومي بشير
کۀ په صلح کښې روزګار شي
څۀ حاجت د تېغ و تير
بادشاهانو دپاره رحم عدل احسان ضروري دے:
بادشاهانو لره ترس د زړۀ بائده دے
مروت غور رسي عدل و احسان
د ښۀ سردار لازمي صفتونه:
چې صرفه کاندي په سر
يا صرفه کاندي په زر
نۀ به خان نۀ به سلطان شي
نۀ به خپل کاندې کشور
چې په ځان مړنے نۀ وي
مړنتوب نۀ کا لښکر
يا تخت دے يا تخته ده
د شاهانو ځائے مقر
کۀ ئې ګورې بد ژوندون دے
په جهان تر مرګ بتر

عشقيه شاعري:
عشق د انساني ژوند يو فطري تقاضا ده. ځکه چې انسان پېدا له انسه دے. خوشحال خان په عشقيه شاعرۍ کښې هم د چا نه وروستو نۀ دے. په دې مېدان کښې ئې هم د خپل ښېرازه فکر نيلے داسې زغلولے دے. چې خلق ورته حېران دي. راځئ چې څو شعرونه ئې د دې دعوې په ثبوت کښې پېش کړو.
خوشحال او عشق:
خدائے زما ترفهمه ښه د عشق هنر کړو
کۀ دا چار ده نور عالم وته نابوده
چا به بې د عشق له کار بل کار نۀ کړه
د خوشحال د خُلې وئيل کۀ چا منلې
څۀ په نوي شان خپلې معشوقې ته وائي:
مرګ لره ئې واړه د دهلي لښکرې راغلې
تۀ لا د خوشحال په مرګ ځان روغ نۀ ګڼې ننګ کړې
خوشحال په عشق کښې هم د تورې خبرې کوي. هغه د نورو شاعرانو برعکس په عشق کښې ننګ پښتو يادوي.
توره چې تېرېږي خو ګزار لره کنه
زلفې چې ول ول شي خو خپل يار لره کنه
په جار وائي چې ښکليو ته به ګورم:
ولې راته وائې چې په ښکليو نظر مۀ کړه
سترګې چې پېدا دي خو ديدار لره کنه
معشوق ته خپل ستر عزم داسې بيانوي:
يا به سر د خپل ورمېږ په وينو رنګ کړم
يا به ښکل کړم دغه ستا شونډې ملوکې
کۀ ئې سر درومي له تنه نور به نۀ شي
د خوشحال چې د خپل يار سره ميثاق دے
خوشحال بزدله او کمزورے عاشق نۀ دے په جار وائي:
زۀ خوشحال کمزورے نۀ يم چې به ډار کړم
په ښکاره نارې وهم چې خلۀ ئې راکړه
خو چې وروستو سوچ وکړي نو وائي:
خلۀ ئې پټه خوره خوشحاله
باز د ښکار غوښې په غلا خوري
مړنے عاشق خوشحال د رقيب نه نۀ ويرېږي:
رقيبان دې غوغا کا پروا مې نۀ شي
شېر به کومه اندېښنه کا له روباه
د معشوق د حسن په ستائينه کښې د خوشحال د فکر نزاکت هم حېرت انګېز دے:
تورې تورې زلفې کبود خال پکښې کونتره
راشه کۀ ئې ګورې پرې بندي يو څۀ شهباز دے
د مخ خال ئې تور تارو دے په ګلزار کښې
د زړۀ باز مې دے نظر پسې وا کړے
خو کله کله ئې مزرے زړۀ د معشوق د سترګو په وړاندې زېر وي:
د ما زړۀ چې د مزري تر زړۀ تيرے کا
ستا د سترګو و کبليو وته زېر دے
د خوشحال تشبيهات او استعارات هم نادر دي:
تورې سترګې ئې تورباز باڼۀ ئې نوکې
چې زما خاطر ئې يوړو په نوکارو
لکه پټ سوارۀ د جنګ نيزې په غاړه
دا اوږدۀ باڼۀ پرې پورې سترګې ستا
مړنے خوشحال د معشوقې د غمزې په توره ځان زخمي غواړي:
د غمزې په تېغ ئې خوږ ښۀ ئې خوشحاله
مړنے په روغ صورت نۀ ځي له جنګه
تورزن او خان خوشحال عشق کښې معشوق ته ځان مرئے کړي.
د خانۍ د تورې کار نشته په عشق کښې
معشوقې وته مرئے اوسه خوشحاله
عشق کښې سربازي لازمي ده:
سربازي يا د عاشق يا د پتنګ ده
يا قسمت د مجاهد يا د سپاهي شوه
او دا عزم داسې څرګندوي:
يا به ستا زلفينې ونيسم په لاس کښې
يا به سر ورباندې بائلم دوه وېنا دي
د هغۀ په نزد عاشق معشوق دواړه وچته مرتبه لري:
ستا د مخ په دور زۀ جهانګير شاه يم
راته کښينه کرشمې د نور محل کړه
د فراق د لاسه خوشحال په عجيبه انداز کښې ګويا دے:
خلق وائي چې دوزخ شته پس له مرګه
په حيات صورت دوزخ نۀ دے فراق ستا؟
د يار خيال ته د زړۀ وينې ورکوي:
مېلمستيا مې د زړۀ وينې ورته کېښوې
چې مېلمه مې شو د يار خيال په سترګو
د يار غم ته څۀ ځائې ورکوي:
په بل ځائې مې پېرزو نۀ ئې د يار غمه
تۀ زما د زړۀ د مات کودي رېحان ئې
د خوشحال شاعرۍ کښې د فطرت عکاسي او مصوري:
خوشحال د ژوند په هر مېدان کښې د ښېرازه فکر تيز نيلے زغلولے دے. په دې لړ کښې چې هغه د انسان د ژوند د چاپېره فطرت کومه ښکلي تصوير کشي او عکاسي کړې ده. هغه هم جواب نۀ لري. د خوشحال دغه نېچرل شاعري هم د هغۀ هغه ضخيم ديوان کښې موجوده ده. چې د ژوند د هر اړخ عکاسي ئې پکښې کړې ده.
د يو نوروزي قصيدې په سر کښې وائي:
د نوروز منت په باغ دے په صحرا هم
نوراني ئې شۀ له فېضه هغه دا هم
په باغ کښې د ګلونو رنګيني غنيمت ګڼي او د تماشې بلنه ورکوي:
چې په باغ کښې رنګارنګ ګلونه راشي
غنيمت ده د ګلونو تماشا هم
لخلخ د نوبهار په هر مشام ځي
ګلدستې ئې ټولوي پيرو برنا هم
په داسې موقعه د دلبرو په غاړو کښې د ګلونو هارونه داسې ستائي:
د ګلونو هار په غاړه د دلبرو
شرموي لعل و ياقوت لولو لالا هم
د معشوقو په زلفينو کښې ځائې وکا
ښائسته ګلونه پاس په اوربل لا هم
هغه د ګلونو ځان ځان ته ښکلا ته ګوري. نو وائي:
ارغوان کۀ بنفشه دي کۀ شائق دي
زېبائي لري يو ځائې جدا جدا هم
د نور اورنګ او بوئ د ذکر نه پس هغه د عشق د وارداتو د ګلونو په ماحول کښې ذکر کوي او څۀ موسيقي هم يادوي:
په هر ګل باندې سينه مږي بلبله
بيا له شوقه په هوا کاندي نوا هم
د هر ګل په مخ چې سر کېږدي بلبله
پرې غلطان غلطان راځي باد صبا هم
په رباعيانو کښې هم د فطرت دے مصور څۀ ښکلي مصوري کړې ده:
په باغ کښې ګوره لاله ګلونه
ياقوت پيالې دي غواړي ملونه
ساقي راپاڅه تر دا د پاسه
بې ميو نشته تحملونه
په داسې بهاري موسم کښې چې معشوقه ګلزار ته راغله نو خوشحال ئې په دې وېنا مجبور کړو:
ګلزار ته راغله ګلونه چوڼي
ترمخ ئې نۀ دي لاله مخ روڼي
چې کور ته درومي له ګلستانه
ګل ئې لمن نيسي لاله لستوڼي
د سپرلي ګلونه اکثرو شاعرانو په جهان کښې د تېرو شوو ښکلو د خاورونو نه راټوکېدلي ياد کړي دي:
خوشحال بابا هم وائي:
ښکلي دي کۀ ګورې چې مخ پټ کله څرګند کا
ګل د بهار نۀ دے چې رازېږي له زمينه
د عمر تېرېدو ته د ګلونو د دور د تېرېدو سره تشبيه ورکولے شي ځکه چې دواړه د لږ وخت دپاره وي ولې خوشحال د ګلونو خوشحالي د خپل عمر حاصل ګڼي او دا ګڼي چې د ګلونو دور څۀ تېر شي چې روغ ژوند هډو تېر شي. د ګلونو په سېل نۀ مړېږي.
کۀ همه عمر د باغ ګلونه ګورم
زما خوا به پرې مړه نۀ شي هنوز
ارمان دا دے چې به زۀ همېش نۀ يم
همېشه به سرۀ ګلونه کال په کال شي
لنډه دا چې دے عظيم شاعر په خپله شاعرۍ کښې د ژوند په هر اړخ ښۀ معياري ليکل کړي دي او دا هغه صفت دے چې هغۀ ته د پښتو په شاعرانو کښې د ټولو نه اوچت مقام ورکوي. دومره قادر الکلامه شاعر چې د ژوند په هره موضوع قلم پورته کړي. بويه چې پښتو کښې ترقيامته بل پېدا شي. ځکه خو ئې وئيل:
په پښتو ژبه چې ما علم بلند کړو
د خبرو ملک مې فتح په سمند کړو
قتلمې مې ورته سازې کړې د قندو
د اوربشو په ډوډيو چې چا شخوند کړو
په تازه تازه مضمون د پښتو شعر
په معني مې د شيراز او د خجند کړو
خوشحال د يو پښتون مشر او د تورې د خاوند په څېر هغه وخت ټولو پښتنو ته څرګند شو. کله چې د شهباز د مرګ نه پس هغۀ ته د مشرۍ پټکے په سر کړے شو. د خپل پلار په ژوند هغۀ د خپلو نورو کشرانو درېو وروڼو په مقابله کښې د قابليت، جرات، مړانې، معامله فهمۍ، د قبيلې سره د خوشګوارې رابطې او تعلق، د انتظام په امورو کښې د مهارت جوهر ښکاره کړي وو او غالبًا دغه وخت ئې اتۀ ويشت کاله عمر وۀ. چې د مشرۍ ذمه دارۍ ئې په اوږو بار شوې.
١. ښاغلے محمد ارسلام سليمي د خوشحال په حقله يو مضمون کښې ليکي: ((دغه ننګيالي ستر انسان ته قدرت د ماشوم والي د شپو ورځو نه د زمانې د طوفاني سمندر په ويرونکو څپو او موجونو کښې د لوبېدلو او غورزو پرزو کولو درس ورکړے وۀ. د قوت او زور په مقابله کښې په زور او قوت نۀ يواځې ځان خلاصول بلکه د بري او فتح کولو لوبه زمونږ ستر مېړۀ خوشحال خان خټک ته د ماشوم توب له وخته قدرت ور وښودله (دلته ئې د هغۀ په سيند کښې د ډوبېدو واقعه ذکر کړې) او چې څنګه زلمے شو نو د انساني بلاوونو د تم کولو او مخ نيولو د ازمېښـت ډګر ته ور وړاندې شو)).
٢. د پښتو ادب تاريخ چې د کلهمې نړۍ په ادبي تاريخونو کښې بل داسې مثال نۀ ښکاري. چې يو شخصيت په يو وخت د يو قام ننګيالے مشر هم وي. مفکر او فلسفي هم وي. يو مړنے جرنېل هم وي او د تورې سره سره ئې د قلم په مېدان کښې هم څوک نۀ شي لاندې کولے. دا فخر صرف او صرف د پښتون قام د تورې او قلم خاوند خوشحال خان ته حاصل دے او د هغۀ دا دعوٰي بېخي په ځائې ده:
نۀ به زما غوندې بل ننګيالے راشي
نۀ به زما غوندې بل جنګيالے راشي
خټک لا پرېږده په درست افغان کښې
عجب کۀ هسې فرهنګيالے راشي
٣. د تورې او قلم د دې خاوند په حقله د ((پښتانۀ شعرا)) مؤلف ښاغلي حبيبي څۀ جامع خبره کړې ده. ليکي چې:
((خوشحال بابا د پښتو ژبې يو توريالے او جنګيالے شاعر دے. دے چې څنګه د شعر و ادب استاد دے دغه شان د جنګ او مېدان بريالے جرنېل هم دے)).
٤. ښاغلے دوست محمد خان کامل د خان د کلياتو په مقدمه کښې ليکي:
((هغه د پښتنو صرف فردوسي نۀ دے بلکه د پښتون په تاريخ کښې د رستم او فردوسي غبرګ کردار ادا کوي)).
٥. په ((تعليمات خوشحال)) کښې ښاغلے مير عبدالصمد خان ليکي:
((خوشحال خان خټک کو اس کے اپنے هي افکار و اذکار کي روشني مين سمجهنے کي کوشش کي جائے. اس کي ايک حيثيت ايک جنگجو اور مرد کارزار کي هے. اور دوسري حيثيت اس کي ايک اديب، عالم، ايک عظيم مفکر، ايک بے مثال مرد، دانا و بينا، ايک بړے مدبر سياست دان او اعلي اقدار زندگي کے ايک بلند پايه مبلغ و مفسر کي هے. اس کي تعليمات همه گير و عالمگير هين. اور وه انساني معاشرے مين ايک زبردست انقلاب لانا چاهتا تها)).
٦. ((شاعر مشرق) د تورې او د قلم خاوند، ملي مشر او مفکر خوشحال جامع شخصيت ته د عقيدت پېرزوينې په دې ډول وړاندې کوي:

خوش سرود آن شاعر افغان شناس
هر چه بيند بان ګويد بے هراس
آن حکيم ملت افغانيان
آن طبيب علت افغانيان
راز قومے ديد و بيباکانه گفت
حرف حق باشوخئ رندانه گفت

توره او خوشحال:
١. د ټولو نه اول هغۀ ته د پلار بدل اخستل وو. جنګونه ورته د ګاونډيو قبيلو نه ميراث کښې پاتې وو. خو هغۀ هم په جار وې:
د خوشحال د زړۀ خوشي په هغه وخت وي
چې برېښنا د سپينو تورو شي د زغرو
د تورې دے خاوند د ديارلس نيمو کالو عمر کښې تورې ته لاس کړے وۀ او د اووۀ اتيا کالو په عمر کښې صرف مرګ د هغۀ د لاسه وغورزوله. هغۀ ټول عمر وجنګېدو. نۀ صرف د جنګونو د لښکرو قيادت ئې وکړو بلکه مېدان جنګ کښې ئې په خپله د تورې جوهر ښکاره کړو. جنګجوئي او مهم جوئي د هغۀ دوېم فطرت وۀ.
يا تکيه د يوۀ خدائے ده يا د تورې
په جرګو مرکو نۀ شي کار تمام
د خوشحال په نزد په توره مئين زړۀ زړۀ دے ګني:
چې ئې زړۀ نۀ وې د تورې
هغه زړونه څۀ پکار دي
خوشحال تورزنو ته داسې دعا کوي:
مور دې نۀ شي باندې بوره
چې مېړونه د کارزار شي
اخلاص توره او ننګيالے:
ننګيالے چې د اخلاص توره تر ملا کا
ډېر لښکر ئې تر همت پورې کاروان شي
چې په شا د تورې ګوزار خوري خوشحال ئې مړنے نۀ ګڼي:
هغه هيڅ مړنے نۀ دے
چې به توره په قفا خوري
يا توره يا عشق:
يا د سپينې تورې مرد شه يا عاشق شه
چې يادېږې په سندرو په بدلو
لنډه دا چې د تورې دے خاوند د جنګ په مېدان کښې د شاعرۍ ضخيم ديوان کښې د پښتنو د مشرۍ حق ادا کړے دے. هغه په ځائې د پښتون په ننګ ولاړ افغان وۀ. توره وه کۀ قلم دواړه ئې د پښتون قوم دپاره استعمال کړي دي.
نوټ: د خوشحال د قلمي خدماتو په حقله د هغۀ په شاعرۍ نوټ وګورئ.
د مغلو دپاره توره وهل:
٢. د قبيلې د سردارۍ منظوري ئې لږو ورځو کښې راغله. هغۀ د مغلو دپاره د کانګړې مهم کښې د شاهي فوځونو سره اوږه په اوږه وجنګېدو. د تارا ګړهـ قلا ئې د خپلې تورې په برکت شاهجهان باچا ته وګټله او راجه جګت سنګهـ ئې په خوږو پوه کړو. د بادشاه لوئے لوئے جرنېلان په دغه مهم کښې د خوشحال مړانې ته حېران شو. شاهجهان ورته په دې مړانه څلور لکه نغد انعام او د يو نيم لک روپو جاګير ورکړو. د بلخ او بدخشان په مهم کښې ئې هم د تورې جوهر څرګند کړو. خو چې کله د شاهجهان د ناجوړتيا نه پس د ١٦٥٧ کښې د تخت نشينۍ جنګ شروع شو د تيراه په مهم کښې ئې بيا د حکومت خلاف راپورته شوو لښکرو سره جنګ وکړو.
٣. خو کله چې اورنګزېب په ١٠٧١هـ کښې په تخت کېښناستو نو د کابل صوبېدار سيد امير خوافي په وېنا ئې اول په خوشحال خان هيڅ بې هيڅه د علاقې د محصول وصولي بنده کړه چې مالي حالت ئې کمزورے شي. بيا ئې د بادشاه سره د ملاقات په بانه ١٦٦٤ کښې وغوښتو او بې ګناه ئې څلورو کالو نه زيات بندي کړو. سيد امير خوافي د خوشحال د ستر شخصيت نه مرعوب وۀ هيڅ بې هيڅه ويرېدو چې پښتنو کښې رانه ستر مقام حاصل نۀ کړي. د هغۀ او د مغلو خلاف راپانۀ څي . شکي مزاجه اورنګزېب ئې د هغۀ خلاف هيڅ بې هيڅه ولمسولو.
٤. څۀ کم پنځۀ کاله قېدوبند کښې د خوشحال بابا ذهن کښې د مغلو خلاف بغاوت پېدا شو. هغۀ به په قېدوبند کښې د اورنګ د لاسه د خپل بې قصوره برناحقه قېدوبند ذکرونه کول.
ما وې زۀ به د مغل په نوکرۍ کښې
رکېبونه کړم د سرو د سپينو د نال
برناحق ئې زنځيرونه را په پښو کړل
واه واه هسې نوازش هسې مآل
خپله بېګناهي په بند کښې داسې يادوي:
په ناحق د اورنګ زېب په بند بندي يم
خدائې خبر دے په تهمت او په بهتان
زۀ په ځان کښې ګناه نۀ وينمه خدائې ګو
ولې نور خلق خبرې که شان شان
د ګناه مې سرر شته معلومه نۀ ده
مګر خپل هنر د ځان وينم تاوان

څۀ يوازې په ما نۀ ده کۀ ژوندے وي
اورنګ زېب بادشاه به ډېر کاندي پامال
٥. په پښتون ننګ توره راخستل:
په قېد و بند کښې هغۀ دا فېصله وکړه چې:
پس له بنده دے دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
يا نېولے مخ مکې ته
يا مغلو سره رزم
يا يو ګوټ د غرۀ نيولے
نمونځ روژه د لوستو بزم
د قېد نه په خلاصي ئې په جار ووې:
مرګه هومره مهلت راکړه په جهان کښې
چې جمدر د مدعي په وينو سور کړم
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم
ننګيالي خوشحال چې د مغلو دپاره يوسفزو سره کوم جنګونه کړي وو په هغې پښېمانه شو:
زۀ د يوسفزيه په ځان زهر وم قاتل
بل مقصود مې نۀ وۀ په خدمت کښې د مغل
ډېر شاهان ځوانان مې يو تر بله ووژل
تېر ساعت ارمان دے پښېماني نشته حاصل
خوشحال بابا پښتنو ته د يو موټي کېدو درس ورکړو ځکه چې:
اولسونه چې سند وبله وکا
بادشاهان ورته سجود کاندي اختيار
هغه پښتنو ته د خپلو ننګيالو مشرانو نامې او کارنامې وريادې کړې:
د بهلول او د شېرشاه خبرې اورم
چې په هند کښې پښتانۀ وو بادشاهان
يا هغه پښتانۀ نور وو دا څۀ نور شول
يا د خدائې دے په دا هسې شان فرمان
بيا هم پښتانۀ د مغلو نه ډېر ښۀ ګڼي. البته په بې اتفاقۍ ئې دا ارمان کوي:
هره چار د پښتانۀ تر مغل ښه ده
اتفاق ورڅخه نشته ډېر ارمان
خوشحال د خېبر د جنګ په موقعه خپل محسن محمد امين ته دا مشوره ورکړه چې د پښتنو مخالفت دې نۀ کوي. د تورې او قلم دے خاوند غوښتۀ چې د مغلو خلاف سم ډاګې ته راوځي خو د يوې قبيلې سردار ته د هند د دومره لوئے حکومت خلاف راپاڅېدل دومره اسان نۀ وو. مغلو د هغۀ په خېل کښې د هغۀ خلاف دولت خور کړو. خاص کر بهرام خان د خپل نر پلار همېشه مخالفت وکړو. خوشحال خان خټک ځکه وائي:
نۀ دا يو عېب زما نۀ ډېر هنره
چې بهرام زما پسر زۀ ئې پدر يم
خزانې د هندوستان دي راخورې شوې
سرۀ مهران دي ننوځي په کوهسار
٦. د مغلو خلاف د جنګ کوششونه:
د مغلو او بهرام دواړو خلاف د لښکر تيارولو دپاره خوشحال څوترې ته هم لاړو خو خوند ئې ونۀ کړو.اېمل خان مهمند او دريا خان افريدي غوندې ننګيالو په مرسته خوشحال خان د خټکو خلاف مېدان ګرم کړو. بادشاه يو ځل جسونت سنګهـ او شجاعت خان مقابلې دپاره راواستول. خو جنګ ونۀ شو. د کړپې جنګ د مغلو خلاف د جنګونو د سلسلې کړۍ وه چې مغلو پکښې شکست وخوړو. خوشحال بابا د افريدو او مهمندو سره سره يوسفزو ته هم د مغلو خلاف د راپاڅېدو بلنه ورکړه. په دې لړ کښې هغۀ د يوسفزو د علاقې دورې هم وکړې. د هغۀ د سوات دوره تاريخي حېثيت لري. د يوسفزو او مندڼو لښکر ئې جوړ کړو. په لنګرکوټ ئې حمله وکړه. ګڼ راجپوت او مغل ئې ووژل. د پني پير او سيکري نه دغه لښکر خوشحال سره شهباز ګړهې ته راغلو خو مغل وتښتېدل. د تيراه نه چې خوشحال د يوسفزو مېداني علاقې ته د پښتنو راغونډولو دپاره تلو او د پښتنو جذبه ئې وليده نو په فخر ئې ووې:
پښتنو زلميو بيا لاسونه سرۀ کړل
لکه باز منګلې سرې کا په خپل ښکار
سپنې تورې ئې ګلګونې کړې په وينو
په اهاړ کښې شګفته شو لاله زار
ننګيالو اېمل خان او دريا خان ته داسې دعا کوي:
اېمل خان دريا خان دواړه مرګ ئې مۀ وې
هيڅ تقصير دواړو ونۀ کړو وار په وار
د مغلو خلاف د جنګونو تفصيل او فتح داسې يادوي:
د خېبر دره ئې سره کړله په وينو
په کړپه ئې هم روان کړو دندوکار
درست پښتون تر قندهاره له اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ و اشکار
اول جنګ د لوړې شاه د تاترې وۀ
چې څلوېښت زره مغل شول تار په تار
خوېندې لوڼه ئې بندي د پښتنو شوې
اوس اوښان هاتيان اولجه قطار قطار

دوېم جنګ ميرحسيني په دوآبه کښې
چې ئې سر وټکېدۀ لکه د مار
بيا له پسه د نوښار د کوټ جنګ وۀ
چې مې وکېښ تر مغله خپل خمار
بيا له پسه جسونت سنګهـ شجاعت خان وۀ
چې اېمل ئې په ګنداب ووېست دمار
شپږم جنګ مکرم خان شمشير خان دواړه
چې اېمل کړۀ په خاپښ کښې تار په تار
د ګنبت، د ډوډے جنګونه د تورې د دې څښتن د رزميه ژوند اهمې کړۍ دي. د جنګونو او فتوحاتو په دې لړ کښې خوشحال بابا بيا خپل زوړ عزم تازه کوي او وائي:
بله هيڅ ليدلې نۀ شي په دا منځ کښې
يا مغل له مينځه ورک يا پښتون خوار
پښتنو ته صفا وائي چې د مغلو نه د خلاصي يوه لاره ده:
پښتانۀ چې نور څۀ فکر کا ناپوه دي
بې د تورې خلاصې نشته په بل کار
د اسلام خورولو دپاره توره راخستل:
د تورې او قلم خاوند په ملک کښې د اسلام د خورولو دپاره توره راخستل غواړي:
مرګ د مېدان را
مومن مې وژنه
هغه د جهاد تلقين پښتنو ته ورکوي:
زر د عدل توره واخله
ملک اسلام کړه په جنګونه

د مغلو اخري حربه:
مغلو چې د دې ننګيالي خلاف په اخري عمر کښې کومې پېسې خورې کړې وې او په پښتنو کښې ئې بې اتفاقي پېدا کوله د هغې ذکر داسې کوي:
مغل وته چې ګورم هغه هسې مغل نشته
د تورې وار ئې تېر شو اوس ور پاتو يو قلم دے
پښتون په زر ونيسي په فرېب په ټيټالونو
په ما ئې اثر نۀ شي لا په ما د خدائې کرم دے
پښتانۀ لکه مګس ورباندې ګرځي
ورته اېښے دے مغل د حلوا تال
د پښتنو بې اتفاقي:
خوشحال د پښتنو بې اتفاقۍ نه ډېر سر ټکولے دے. ځکه چې د دوي د بې اتفاقۍ نه مغلو فائده اخسته. هغۀ ځکه په ارمان ارمان وې:
اتفاق په پښتانۀ کښې پېدا نۀ شۀ
ګني ما به د مغل ګرېوان پاره کړو
کۀ توفيق د اتفاق پښتانۀ مومي
زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان
د مشرۍ او سردارۍ رموز:
د پښتنو دا مشر، د تورې خاوند، د مشرۍ او سردارۍ په رموزو پوهه دے:
ورکول تورې وهل دا دواړه بويه
چې پرې کار د سردارۍ شي انصرام
کۀ سردار د خلقو زر لري هنره
بندوبست د عالم نۀ شي بې صمصام

کۀ سرداري غواړې بلا دې دوره
عقل و همت راوړه به جود بيا توره
لکه اسمان وته ختنه ګرانه ده
سرداري لا ده ګرانه منظوره
چې زر لري په کور کښې
هاله شي ښه سرداري
ډېر هنرونه د سردارۍ دي
چې واړه تېر شي تېغ مبرهن دے
چې صرفه کاندي په سر
يا صرفه کاندي په زر
نۀ به خان نۀ به سلطان شي
نۀ به خپل کاندي کشور
ښاغلے پروفېسر پرېشان خټک خپله مقاله ((ننګيال خوشحال خټک)) کښې ليکي:
((دے نۀ صرف د يوې قبيلې سردار وۀ بلکه د ټول پښتون قام يو ليډر او ليډر هم داسې لکه نن چې په مغربي قامونو کښې د ليډرۍ تصور دے. خوشحال خان پېدا شوے خو د مشرق په ناپوه کوهستاني وطن کښې دے خو د قوميت ئې دا سبق ورکړے دے چې مغرب ورنه زده کړه کولے شي)).
سر اولف کېرو ليکي:
((خوشحال خان د پښتو په لارو چارو برابر د يو داسې وچت کردار پښتون سردار تېر شوے دے چې پښتانۀ ورباندې په ځائې فخر کوي)).


د دې مشر په خپل قام تنقيد:
د پښتون قام دا مشر او مفکر د خپل قام په ځينو خرابو عادتونو بيباکه تنقيد کوي او د مشرۍ حق ادا کوي:
کۀ په نور خلقو کښې ښۀ سړي موندۀ شي
ولې ښۀ سړي به لږ وي افغانان
کۀ هر څو ورته د پند خبرې وائې
د پلار پند ئې هم ښۀ نۀ لګي په ځان
پښتانۀ واړه بدخوئ دي
کور په کور کاندي غورزوي
يو چې سر کاندي په پورته
بل ئې ووهي مغزي
د پښتنو په کم عقلۍ داسې طنز کوي:
اوښ له باره سره کورته وۀ ورغلے
په اولجه د اوښ د غاړې د جرس دي
دا مشر په ميراث خورو داسې طنز کوي:
د بابا د مال يوازې ميراث خور دي
نۀ په ترور دي نۀ په مور دي نۀ په خور دي
چې د ورور ئې جنازه په کور کښې کېوزي
کۀ رضا کۀ بې رضا په ورندار پرېوزي
د قاتل په ځائې چې بدل د بل نه اخلي. خوشحال د پښتنو دے رسم ته حېران دے:
له قاتله ځان غلط کا په قصاص کښې
د مقتول په ځائې بل ووژني په خاص کښې
د خټکو د پيرپرستۍ په حقله د پښتنو دا مشر وائي:


په مذهب کښې خټک درست سني مذهب دے
اما پير ورته له جهله لکه رب دے
په ټګو ملايانو داسې طنز کوي:
چې د کنز د قدوري شي ځان ملا کا
هر حلال حرام په ځان باندې روا کا
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection.....
Reply With Quote
The Following 3 Users Say Thank You to Mr.Nationalist For This Useful Post:
fari2009 (Saturday, January 09, 2010), Islaw Khan (Wednesday, December 02, 2009), Mehria (Sunday, November 21, 2010)
Reply


Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off
Trackbacks are On
Pingbacks are On
Refbacks are On


Similar Threads
Thread Thread Starter Forum Replies Last Post
English Poetry DANISH_KHAN English Poetry 2 Sunday, October 13, 2019 02:26 PM
History of English literature Naseer Ahmed Chandio English Literature 18 Saturday, October 20, 2012 03:03 PM
Rahman Baba: a mystic poet Xeric Pushto 1 Friday, March 06, 2009 05:49 PM
The Poetry of Confession free thinker English Literature 0 Friday, May 26, 2006 07:17 AM


CSS Forum on Facebook Follow CSS Forum on Twitter

Disclaimer: All messages made available as part of this discussion group (including any bulletin boards and chat rooms) and any opinions, advice, statements or other information contained in any messages posted or transmitted by any third party are the responsibility of the author of that message and not of CSSForum.com.pk (unless CSSForum.com.pk is specifically identified as the author of the message). The fact that a particular message is posted on or transmitted using this web site does not mean that CSSForum has endorsed that message in any way or verified the accuracy, completeness or usefulness of any message. We encourage visitors to the forum to report any objectionable message in site feedback. This forum is not monitored 24/7.

Sponsors: ArgusVision   vBulletin, Copyright ©2000 - 2024, Jelsoft Enterprises Ltd.