Thursday, April 25, 2024
06:06 AM (GMT +5)

Go Back   CSS Forums > CSS Optional subjects > Group VII > Pushto

Reply Share Thread: Submit Thread to Facebook Facebook     Submit Thread to Twitter Twitter     Submit Thread to Google+ Google+    
 
LinkBack Thread Tools Search this Thread
  #1  
Old Wednesday, January 05, 2011
Senior Member
Medal of Appreciation: Awarded to appreciate member's contribution on forum. (Academic and professional achievements do not make you eligible for this medal) - Issue reason:
 
Join Date: Jul 2010
Location: Peshawar
Posts: 546
Thanks: 300
Thanked 538 Times in 309 Posts
imran bakht has a spectacular aura aboutimran bakht has a spectacular aura aboutimran bakht has a spectacular aura about
Default Maulana hassan jan shaheed


ژباړه: انور شاهين خانخېل

زمونږ په بره او کوزه پښتونخوا کښې د مرګ ، ژوبلو، قتلونو ، ځان وژونکو، بل وژونکو حملو او د دهشت ګردانه اقدامات دومره زيات شوی دی چې خلق ورسره بلد شول او که له غټ نه غټ مذهبی يا سياسی مشر هم د دغو پېښو ښکار شی نو بس د يوې ورځې يا دوو ورځو له مظاهرو نه پس او يو څو اخباری بيانونو او له حکومت نه د قاتلانو د نيولو له غوښتنې نه پس خبره سړه شی چې په دغو د هشتګردانه پېښو کښې يوه غټه پېښه زمونږ د کوزې پښتونخوا د يو اعتدال پسند او حق ويوونکی دينی عالم شهيد مولانا حسن جان شهادت هم دے. او دا به ووايو چې مولانا حسن جان يو مظلوم شهيد دے او د هغۀ د مظلوميت يوه غټه نښه دا ده چې په کومو ورځو کښې دغه مظلوم شهيد شو نو داسې درنه جنازه سترې احتجاجی مظاهرې شوې وې چې د پېښور په تاريخ کښې ډېرې کمې شوی دی. او دغو مظاهره کوونکو کوشش کوۀ چې د هغۀ شهادت ته يو فرقه ايز رنګ ورکړی خو چې هرکله له شهادت نه مخکښې د هغه ارواښاد مرکې، بيانونه، مذهبی او سياسی نظريات په تېره بيا هغۀ پسې د روژې په مبارکه مياشت کښې د نکاح تړلو د مراسمو لپاره د راغليو کسانو د شکل او شباهت په باره کښې د ارواښاد د زوے بيانونه راغلل او خلق له حقيقت نه خبر شول نو خبره داسې غلې شوه چې هډو څه شوی نه وی او دغسې د دغه مظلوم شهادت هم د نورو ډېرو مظلومانو شهيدانو په شان د وختونو په تيارو کښې پټ شو. خو خېر د مظلوم وينه هيڅکله نه ضائع کيږی او يوه نه يوه ورځ به مونږ د دې خبرې کتونکی يو چې اسلامی نړۍ او په خاصه توګه زمونږ لره او بره پښتونخوا به د اسلام په پاکه نامه د راپېدا کړې شويو دهشت ګردو او د دوی د بادارانو او غولوونکو له وجود نه پاکه شی. او پښتانۀ به حقيقی او له امن او امان ، ورورولۍ، خوشحالۍ، سوکالۍ او ترقۍ نه ډک حقيقی اسلام طرف ته مخه کړی.

تر څو چې د ارواښاد د وارثانو، شاګردانو او پېروکارو تعلق دے نو ضروری نه ده چې هغوی دې اوس دنيا په بله واړوی او مظاهرې دې وکړی او له حکومت څخه دے د هغۀ د قاتلانو د نيولو غوښتنه وکړی ځکه چې دا کارونه په پاکستان کښې هيڅ نتيجه نۀ لری او د نظر خاوندانو ته ښه معلومه ده چې په داسې ځايونو کښې چې امريکه څه غواړی هغه پروګرامونه عملی کيږی. لکه اوس تېره ورځ په ډېره اسماعيل خان کښې پاکستانی عدالت ٨٣ تنه خطرناک مذهبی دهشت ګرد بری او ازاد کړل او ورسره يې په يو وخت په کراچۍ کښې هم خطرناک مذهبی دهشت ګرد او د ځان وژونکو حملو تربيت ورکوونکے خلاص کړ چې معلومه نه ده دغو کسانو ته بيا څه ماموريت ورکول کيږی؟ دغه شان مونږ هره ورځ په خبرونو کښې اورو او لولو چې دومره دومره کسان سره د چاودېدونکو موادو، ځان وژونکو جاکټونو يا بمونو او وسلو سره ونيول شول خو بيا يې له انجام نه هيڅ خبر نه شو چې له هغو کسانو سره يې څه وکړل؟ نو ځکه مونږ له داسې عدالتونو او حکومتونو څخه د ښې خبرې طمه نه شو کولې بس د ارواښاد له وارثانو، دوستانو، شاګردانو او پېروکارو نه يواځې دا غوښتنه ده چې د هغه شهيد د ژوند د وروستيو کلونو نظريات، عقائد، تګلاره، وېناګانې، بيانونه او مرکې دې مطالعه کړی او په هغو دې عمل وکړی او د نورو مذهبی چلبازانو په فرېب کې دې نه راځی او خداے پاک هر انسان ته عقل او شعور ورکړے دے او ازاد يې پېدا کړې دے پکار دی د خپلې تګلارې فېصله په خپله وکړی ځکه چې په قبر او اخېرت کښې به هيڅ ملا او مذهبی او سياسی ليډر د چا پکار نه راځی هر سړے به په خپله د خپلې پوهې مطابق د خپلو اعمالو ځواب ورکوونکے وی. د خپلو ګلالو پښتو د ذهنی غلامۍ نه دازادېدو په هيله.

دلته غواړم چې د دغه مظلوم شهيد هغه مرکه د خپلو پښتنو وروڼو خوېندو په خدمت کښې وړاندې کړم کومه مرکه چې ارواښاد له خپل شهادت نه څو ورځې مخکښې د ايران د اسلامی جمهوريت له رېډيو سره کړې وه او دغه مرکه بيا د دغه هېواد د مختلفو ژبو په رېډيوګانو کښې خپره شوه چې ما بنده هم دا مرکه د ايران د اسلامی جمهوريت د اردو ژبې له وېباڼې نه په پښتو کښې ترجمه کړه چې په دا ډول ده:

پوښتنه: په پاکستان کښې دا وخت ځان وژونکې حملې په خپل جوبن کښې دی په تېرو ورځو کښې د سوات په يوه سيمه کښې هم په پوليسو باندې ځان وژونکې حمله وشوه او د يو پوليس افسر په شمول څلور سرکاری ملازمان ووژل شول تاسو دغو ځان وژونکو حملو ته په کوم نظر ګورئ؟
ځواب: د اسلام له رويه دغه حملې جائزې نه دی او هيڅ شرعی حېثيت نه لری او سراسر ظلم دے. که د پاکستان فوځيان دی او که پوليس ټول مسلمانان دی او زمونږ وروڼه دی. که ځان وژونکی په رښتيا د جنرل پروېز مشرف مخالف دی نو لاړ دې شی له هغۀ سره دې جنګ وکړی خپل مسلمان وروڼه ولې وژنی؟ مونږ د دا ډول ځان وژونکو حملو مخالف يو، غندو يې او يو غېر شرعی کار يې بولو.

پوښتنه: تاسو او داسې نور اکثر دينی عالمان د دا ډول حملې غېر شرعی ګڼی او غندی يې هم، خو دا وفرمائئ چې دا حملې به کنټرول کيږی څنګه او کوم داسې عالمان دی چې دا حملې جائزې ګڼی او د دې د جاېز کېدو په باره کښې فتوې ورکوی؟
ځواب: زما دا ايمان دے چې په پاکستان کښې څوک دينی عالم هم د دې حملو ملاتړ نه کوی، البته د (( جېش محمد )) او (( سپاه صحابه )) غوندې ځينې اورپکی تنظيمونه دی چې کارکنان يې بېوقوف او ساده دی او د څه شعور نه لری هغوی د دا ډول فعاليتونه ترسره کوی. يا خو دوی بې شعوره دی او يا له خپل ژوند نه ستړی او بېزاره شوی دی او يا د پټو اېجنسيانو په دوکه کښې راځی او يا هم د پېسو په لالچ کښې ځان وژونکی فعاليتونه ترسره کوی.

پوښتنه:نو ښه اوس دا حملې څنګه کنټرولېدې شی ځکه چې په دغو حملو کښې نه يواځې قيمتی انسانان ضائع کيږی بلکې ځان وژونکے حمله کوونکے هم دوزخ ته ځی؟
ځواب: دا ټولې مسئلې د جهالت په وجه رامنځته کيږی. ځينې خلق ساده باده ځوانان د جنت په لالچ کښې ځان وژونکو حملو ته تياروی، دا د يو ډول برېن واشنګ دے په دې طريقې سره ځوانان ګمراه کوی او ځان وژونکو حملو ته يې تياروی.

پوښتنه: ځينې عالمان حتی ځينې جهادی عناصر د دغو ځان وژونکو حملو ملاتړ کوی او د هغوی دا دعوا ده چې په دې طريقې سره به په پاکستان کښې اسلامی انقلاب راولی؟
ځواب: د انقلاب لاره دا نۀ ده دا يو جاهلانه فکر دے ، د دې نتيجه به يواځې په هېواد کښې قتل او غارت بازار ګرمول او اختلافات او تفرقه پېدا کول وی. د اسلامی انقلاب دوه لارې دی يا خو حکومت په کامله توګه ختمول او د اتحاد د طاقت په زور سره په ملک کښې انقلاب راوستل دی او يا هم د انتخاباتو او عوامی رايو په ذريعې سره د لائقو او اسلامی فکر لرونکو کسانو اقتدار ته رسول دی نو په دې طريقې سره په ملک کښې اسلامی بدلون راتلې شی. که دا طريقې اختياره نه شی او د ځان وژونکو حملو او د بمونو د چاودولو لړۍ شروع شی نو هيڅ مرام ته به و نه رسيږی او هيڅ انقلاب او بدلون به را نه شی.

پوښتنه: تاسو ته به د پاکستان د قبائيلی سيمو په باره کښې معلومات وی چې ځينې عناصر نۀ يواځې په دغو سيمو کښې ځان وژونکې حملې او چاودنې کوی بلکې د پاکستان پوليس او ملېشه ځواکونه او حتی عام خلق هم د حکومت لپاره د جاسوسۍ په تور باندې نيسی، هغوی قتلوی او سر او د بدن اندامونه ترې پرې کوی. مثلاً دغو عناصرو څو ورځې مخکښې د ملېشې څو تنه ونيول او په هغو کښې د يو سر يې د يو ماشوم په ذريعې سره له تنه جدا کړ او د دغې غمېزې ويډيو فېلم يې هم جوړ کړ او په عامو خلقو کښې يې دغه ويډيو فېلم ووېشۀ. تاسو د دا ډول کارونو په باره کښې څه فرمائئ؟
ځواب: دا يو ډېر لوے ظلم دے. دا ټوله د لېونتوب او پاګلتوب نتيجه ده. د دا ډول کارونه کوونکی پاګلان دی. دا خلق د منفی پروپېګنډو او جذباتی نعرو په فرېب کښې راغلی دی.ځينې پټې ادارې د دغو بېوقوفانو له حرکاتو نه فائده اوچتوی. دا خلق د پاکستان خلاف او د هندوستان او اسرائيلو سره يې رابطې دی دوی په ملک کښې د امن و امان حالت خرابوی.

پوښتنه: مولانا حسن جان صېب! تاسو بالکل صحيح خبره کوئ ځکه چې د دغو ځان وژونکو حملو ، سر پرې کولو او د بدن د خرابولو منظرې لويديځ هېوادونه او صهيونېسټی مېډيا د خپلو ډله ايزو رسنيو په ذريعې سره ښئ نو ورسره ورسره دا پروپېګنډا هم کوی چې دا اسلام دے، يعنې د اسلام څېره په مسخ شوی شکل کښې ښئ. نو تاسو په دې باره کښې څه نظر لرئ؟
ځواب: چې څوک دا کارونه کوی اسلام بدناموی او طاغوتی او استعماری قوتونه له داسې اقداماتو نه فائده اوچتوی، د اسلام په خلاف پروپېګنډا کوی او د خپلو خلقو په ذهنونو کښې د اسلام په خلاف د نفرت او کرکې تخم کری.

پوښتنه: دا وخت چې په پاکستان کښې دغه ځان وژونکی اقدامات په خپل جوبن کښې دی نو تاسو د دې د اودرولو لپاره څه وړانديزونه لرئ؟
ځواب: په اصل کښې د دا ډول اورپکی عناصر د جنرل مشرف په پالېسېو او په افغانستان باندې د امريکې په حمله باندې خفه دی. جنرل مشرف په خپلو پالېسېو او سياستونو سره نه يواځې عوام د ځان مخالف کړل بلکې خلق هم په خپلو کښې د يو بل د سر دښمنان شول او بلې خوا ته امريکه هم خوشحاله نه ده او بيا بيا يې ويلی دی چې پاکستان د دوستۍ او ملګرتيا سم حق نه دے ادا کړے او د اسامه بن لادن او ملاعمر په پاکستان کښې د شتون په بانه پاکستان په نړيواله سويه هم بدناموی.

پوښتنه:کېدې شی چې د ولسمشر پروېز مشرف پالېسيانې غلطې او د اسلام په خلاف وی نو ايا په دې بانې باندې پکار دی چې د اسلام او جهاد نوم بدنام کړې شی او داسې اقدامات ترسره شی چې مسلمان خو لا پرېږده کافر هم د دا ډول اقداماتو له ترسره کولو څخه ويريږی؟
ځواب: بالکل جی ، مونږ هم د امريکې او د نېټو د ځواکونو مخالف يو او دغه شان د هغو ټولو اقداماتو مخالف يو چې کوم د دهشت ګردۍ په خلاف د جنګ په بانه ترسره کيږی خو د ځينو عناصرو لخوا په غبرګون کښې ځان وژونکې حملې او د بمونو چاودنې هم صحيح اقدام نه ګڼو.

پوښتنه: ايا په راتلونکو وختونو کښې د دې خبرې هيله لرلې شو چې دا حملې ختمې يا کمې شی؟
ځواب: انتخابات نزدې دی که ښۀ کسان په اقتدار کښې راغلل نو هيله کيږی چې کېدې شی چې د دا ډول مسائل کنټرول کړې شی.

يادونه: له دې نه علاوه ارواښاد مولانا حسن جان له دغه رېډيو سره د نورو سياسی او مذهبی مشرانو په ګډون سره يو ګول مېز کانفرنس هم کړے ؤ چې په هغۀ کښې يې په صفا الفاظو کښې ويلی وو چې کوم کسان د مسلمانانو په خلاف ځان وژونکی حملې کوی هغه به نېغ دوزخ ته ځی او نورې ډېرې په زړۀ پورې خبرې يې هم کړې وې خو له بده مرغه هغه اصل کانفرنس مې لاس ته رانغے او په همدې مرکه باندې بسنه کوم
Reply With Quote
The Following User Says Thank You to imran bakht For This Useful Post:
my1manarmy (Monday, September 30, 2013)
Reply


Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off
Trackbacks are On
Pingbacks are On
Refbacks are On


Similar Threads
Thread Thread Starter Forum Replies Last Post
Updated News Qurratulain News & Articles 1089 Sunday, June 28, 2020 06:28 PM
Cabinet Division issues civil awards list Viceroy News & Articles 0 Saturday, August 15, 2009 06:42 PM
Birthday of Hazrat Hassan (R.A) Predator Islam 5 Wednesday, January 07, 2009 07:56 PM
Maulana Abul Kalam Azad(A revolutionary journalist) Qurratulain Journalism & Mass Communication 0 Monday, April 24, 2006 07:46 PM
Children of a Lesser God (Saima Habib ) Emaan General Knowledge, Quizzes, IQ Tests 1 Monday, October 24, 2005 09:22 PM


CSS Forum on Facebook Follow CSS Forum on Twitter

Disclaimer: All messages made available as part of this discussion group (including any bulletin boards and chat rooms) and any opinions, advice, statements or other information contained in any messages posted or transmitted by any third party are the responsibility of the author of that message and not of CSSForum.com.pk (unless CSSForum.com.pk is specifically identified as the author of the message). The fact that a particular message is posted on or transmitted using this web site does not mean that CSSForum has endorsed that message in any way or verified the accuracy, completeness or usefulness of any message. We encourage visitors to the forum to report any objectionable message in site feedback. This forum is not monitored 24/7.

Sponsors: ArgusVision   vBulletin, Copyright ©2000 - 2024, Jelsoft Enterprises Ltd.