|
Share Thread: Facebook Twitter Google+ |
|
LinkBack | Thread Tools | Search this Thread |
#1
|
|||
|
|||
پښتو او پښتون.....تاج رحيم
پختو او پختون تاج رحیم په دنيا چې نورې ژبې نه وې نو پختو وه ـ او بل مکمل انسان نه وه نو پختون وه ـ په دې حساب پختو دومره پخوانۍ ده څومره چې پختون - پختو او پختون خو په يو ځائ په جنت کې پيدا شوې دي کنه ـ په ماډرن بنیادمو کې پختون بيخی ړومبې مکمل سړې دې چې نيغ د اسمان نه زمکې ته د پامیر غره په لاره راکوز شوې دې ـ او بیا د هندوکش غره خواؤشا کې دیره شوې دې ـ مخکني بنیادم د پختون زمکې ته په راتلو خوشحاله نه وه خو څه ئې کولې نه شو نو دراوړ چې د اباسین نورښاته کې وه ـ د یرې نور ښکته وتښتیدل ـ څوک خو سری لنکا او اسټریلیا ته ورسیدل څه په تیښته کې په اوبو کې ډوب شول او څه د هند په لکۍ پورې زوړند شول ـ بیا ئې هلته کډه واچوله ـ او تر اوسه هلته پراته دي بل قام چې ورته نیندرتل وائي ، قطب او قبلې ډډې ته ناست وه هغۍ د ویرې یورپ ته مخه وکړه او د یورپ په ځنګلو کې اباد شول ـ د دې نسل باقیات اوس هم په جرمنی کې او نورو یورپي ملکونو کې مونده شي ـ جنت خو بې حسابه لويه او د خدائ پاک يوه ښائسته دنيا ده ـ او هلته د زمکې همره لويه يوه ډيره زبرد سته ريسرچ ليبارټری هم دۀ ـ خدائې خبر چې د کومې زمانې راسې پکې ځناور، مرغۍ، مرغان، کبان اونور حشرات جوړيږي او زمکې ته پارسل کيږي ـ د ليبارټرۍ مشر سائنسدان خو ابليس وۀ ـ وائي چې ډير قابل، عالم، پوهه او کامياب سائنسدان وۀ ـ حکم ورته وشو چې يو نوې ځناور تيار کړه چې يو پوټې عقل لري، لږ ډير سوچ لري، لکه د خر ډيرحساس نه وي، په لاؤډ سپيکرتقرير هم کولې شې، الف ب هم زؤتولې شي ـ تر وسه چې څومره ځناور زمکې ته ليګلي شوي دي هغه که قابو کولې نشي ـ نو ورسره *ژوند تيړولې شي ـ * سائنسدانانو نقشې تيارې کړې ـ فنکارانو تصويرونه جوړ کړل ـ اود ټول پلان مطابق قالبونه تيار شول ـ د افغانستان د امو، کابل، هلمند درياؤ د غاړو نه لمده ، پسته او د معدنیاتو نه ډکه خټه راجمع کړې شوه او جنت ته ايکسپورټ شوه ـ په ليبارټرۍ کې هر خوا ته ګرما ګرمي جوړه شوه ـ څوک دې خوا په منډو وۀ څوک هغه خوا ـ تا به وې جوړد ابليس واده دې ـ هغه فرښتې چې د کلونو راسې وزګار ناست وې او زنګ وهلې وې ـ ويخ شوې او داسې تکړه شوې چې د ناراستۍ خوبونه ئې خلاص شول ـ او ټول د دي تاريخي ځناور په تيارۍ کې خپله پوره پوره حصه اچولو له چاق چوبند شول ـ بيا چې د وړومبۍ قالب کولاولو وخت راغې ـ د ليبارټرۍ د فرښتو ټول سټاف، مشر ابليس او نور اهم فرښتې د کمپليکس لوۍ هال کې راجمع وۀ ـ دَ ناستې ځائې پکې نه وه ـ هال کې داسې خاموشي وه چې باد هم رپ نه وهلو ـ قالب د هال سټيج ته راؤړې شوه ـ ابليس د خپل سیټ نه پاسید ، مائګروفون له راغې او ګويا شو ـ د خالق يو ناياب تخليق به اوس ستاسو مخکي د سانچې نه بهر راشي ـ د خالق ثنا په اوچت اواز ووائې - ” اللهُ اکبر “او دَ سانچې وَر ئې اوچت کړو ـ دروازه کولاويدو سره ترنه د دوه پښو يو تور زنګي بهر راټوپ کړو او په ټوپونو او ګډا شو ـ ابليس په قهر شو ” دا مو څه شې جوړ کړې دې؟ تاسو ته د یو مکمل انسان د جوړولو حکم وۀ ـ دا خو ټول سَوې دې “ ـ کیمیګل انجينئر فرښته ورله جواب ورک***ړو ـ چې د چمپینزو د پاره د افریقې لږه توره خټه پرته وه - د تجربې په طور مو هغې کې د افغانستان خټه دوه فیصد شریکه کړه نو دا زنګی ترنه جوړ شو - او پرون ټوله ورځ د بجلئ لوډ شډنګ هم وه نو مونږ د قالب لاندې د وَچو لرګو اور بل کړې وه ـ اُور لږ تيز شو نوټمپريچرډير اوچت لاړ ـ لږ اوسولو او په لوګي ئې رنګ ډير تور شو ـ که خير وي بل به سل فیصد دَ افغانستان دَ خټې نه زر تيار شي ـ ابليس ورته ووئيل ـ ”دا ځل غلطي او تادي مه کوئې ـ ښه تجربه وکړئې چې د کامیابۍ يقين مو پوخ شي نو بيا ماته ووائې“ ـ فرښتو یو مضبوط جال را پيدا کړو او هغه تور زنګي ئې پکې قابو کړو او دَ مشر ابليس نه ئې پوښتنه وکړه چې ده سره څه اوکړو ـ ريسائیکل ئې کړو؟ مشر ورته اوې چې د جنت په دې زمکه هیڅ شې نه ریسائیکل کیږی ـ دا کار په دوزخ کې کیږی ـ او دوزخ ته ګناهګار ځي ـ د ې کې د زنګی غریب څه ګناه دې چې دوزخ ته لاړ شي ـ د افریفې زمکې ته ئې پارسل کړئې ـ ذمه وار فرښتو ته ډيرپه قهر شو او چې څه په خلۀ ورتله، ورته ئې اووې ـ او بيا ئې ورته شپه ورځ د کار حکم ورکړو ـ دوه ورځ کې نور سړې تيار شول خو يو هم مکمل سړې پکې نه وه ـ هغو کې ئې څه بره امریکې ته ولیږل، څه ښکته امریکې ته د امازان ځنګلو ته ـ ـآخر يو ورځ چې مشر سائنسدان په ليبارټرۍ کې يو تازه قالب کولاؤ کړه او سړې ئې ترې راويست ـ ښه ئې ورته ښکته بره اوکتل راوکتل ـ بيا ئې ووې ـ“ ډير ښه پوخ دې او ښه ټن وجود ئې دې ” ـ نو دې سړي ورپسې ګړدان کړو ـ ” ښه پوخ ټن وجود دې“ ـ ” وئې ! ده خو خبرې هم شروع کړې ـ وايه پوخ يم او ټن يم ” ـ مشر ابليس ورته ووې ـ ـ“ پوخ ټن يم ” ـ ـ“ شاباسې ـ بيا اوايه ـ يو لس ځله اوايه ” ـ ابليس ورته د خوشالۍ ووې ـ او د ه د ابليس په وينا ګړدان شورو کړو ـ“ پوخ ټن يم ، پوخټن يم، پوختون يم، ــ ـ ـ ـ پختون يم “ ـ “ودریږه” ابلیس ورته ووئيل ـ”دغه دې سم ټکې اوې ـ پختون ـ د اوسه ستا نوم پختون شو “ـ جواب راکړه ”ستا څه نوم دې؟“ ” زما نوم پختون دې“ ـ ” ته کومه ژبه وائې؟“ ابليس ترنه بيا تپوس اوکړو ـ ” زۀ پختون وائيم“ ” نه مړه نه ـ ته پختون ئې او پختو کې خبرې کوې“ ” زۀ پختون يم ـ پختو کې خبرې کوم“ ابليس ورته په ډيره خوشالۍ اوې ـ ”يو ځل بيا اووايه“ ”زۀ پختون يم، پختو کې خبرې کوم“ ” شاباشې د نر بچيه اوس زۀ کامياب شوم“ ابليس د ډيرې خوشالۍ په ټوپونو شو ـ او دا رنګ پختو او پختون د جنت په لويه ليبارټرۍ کې پيدا شول ـ اوس به دې بلې مسئلې له راشو چې د پختون اصلیت د محققين د پاره ېو پټ راز دې ـ چې نا ساپه دا پختون په زمکه د کومې راښکاره شو؟ دوئې د دې حقيقت نوغي ته د رسيدلو کوشش کې، رنګ رنګ قيصې جوړې کړې دي ـ څوک وائي دا د بدهانو نسل دې، څوک ورته آرين وائي، سرائيل دعویٰ لري چې پښتانه د هغوئې دولسمه ورکه قبيله ده ـ فرشته په خپل کتاب کې لیکي چې ما په مطلاعَ لانوار کې لوستې دی چې دا افغان د فرعون د پخواني مصریانو د نسل نه دي ـ ځه ! ده سر ته ورسوله ـ د پختون نه ئې د زنګي اولاد جوړ کړو ـ د چا چي څه په خُله راځي وائې ـ پختون خو د ماډرن انسان د ټولو قامونو پلار دې او دوئې د پلار نه ځوئې جوړوی ـ نو د داسې ځوئی پلار موندل څه اسان کار نه دې چې پخپله پلار وی - محققين له پکار ده چې د نوغي نه خپل تحقیق شروع کړی ـ اول دې پختون خپل پلار ومني بیا دې نور لټون کوي نو څه ځائې ته به ورسي پختون خو په جنت کې د خدائې پاک په حکم پیدا شوې دئ خو دا محقیقن دومره جاهل دی چې په زور ورله پلار لټوی ـ چې پلار ورله نه مومی او نه ئې چرې موندې شي نو ځامنو کې ورله پلار جوړه وي ـ داسې خدائې وهلی دي چې شادوګا ئې زان له پلاران کړي دي خو اصلي پلار ته، پختون ته ئې، په پلار وئیلو خُله خوږیږی ـ نور چرته ئې نشي لټَولې نو په کتابونو ورشي او هغې کې ئې لټوي ـ دوئې ته چا وئيلي دي چې پختون په کتابونو کې پروت دې ـ چې کتاب نه وه نو پختون وۀ ـ چې کتابونه راغله نو پختون کتاب نه کتلو، نه منلو او نه ئې پکې زان اچولو ـ او تر اوسه پختون د کتاب نه آزاد قام دې ـ که ريسرچرز ورباندې زان ستړې کړي نو په کتاب کې پختون نشي موندې ـ پختون د هندوکش په غرونو کې وه او دا ريسرچرز ناراست خلک دې د يونيورسټو او پوهنتونونو نه بهر دنګو غرونو ته د ختو نه دي چې پختون اولټوي او پختون په آسانه د يونيورسټو خواله نه ځي ـ ويريږي چې پختو به ترنه لاړه شي ـ نو دا راز دوئي په دې چل خو نشي موندې ـ مونږ به بيا يو ځل بره هغې لوئې ليبارټرۍ ته لاړ شو چرته چي پختون پيدا شوې دې ـ د پختون نه مخکي نور ډير بنديان هم پیدا شوي وۀ ـ کوم چې پکې لږ ښه او دَ ګُزارې وه نو هغوۍ ئې زمکې ته رالیږلی وۀ لکه دراوړ او نیندرتل ـ خو هغوئې د زمکې د ذ مه واري قابل نه وه نو پختون ئې تخلیق کړو ـ او چې د خالق په حضور کې ئې پیش کړو ـ نو خالق ترنه تپوس اوکړو ” ځلمیه ! نوم دې څه دې او ژبه دې څه ده ؟ “ ده ورله فټا فټ جواب ورکړو ـ ”پختون یم، ژبه مې پختو ده“ _ خالق، ابليس ته اوکتل ـ ” دا ځل کامياب شوې“ ـ پختون د هندو کش په وچت غرونو کې تر زمانو اوسیدو ـ وِکي پیډیا کې لیکي in Afghanistan as early as 100,000 years ago Peoples probably roamed نودا خبره د لس شل کالو یا د سل کالو نه ده ـ د لکونو کالو ده ـ نو په افغانستان کې دا څوک وو ؟ 1700 BC کې د هندوانو په کتاب رګویدا کې دي چې دلته دَ پختا نومې قبیلې ابادې وې ـ ګوره نور ریسرچرز څه وائې (Louis Dupree, the University of Pennsylvania, the Smithsonian Institute and others suggest that humans were living in Afghanistan at least 50,000 years ago, and that farming communities of the region were among the earliest in the world. Archaeologists have found evidence of human habitation in Afghanistan from as far back as 50,000 BC. The artifacts indicate that the indigenous people were small farmers and herdsmen, as they are today, very probably grouped into tribes, with small local kingdoms rising and falling through the ages. او په دې رنګ نور بلا ریسرچرز دا سې لیکلې دي نو که دا د پختون بابا اولاد نه وه نو څوک وه ؟. د افغانستان په زمکه هیڅ څوک نه وه نو پختون وه ـ او پختو ئې داسې جوخته ټينګه کړې وه چې که د غرونو نه ښکته راکوز شو نو پختون به نه وي ـ هره سخته ورته قبول وه خو چې پختو د لاسه لاړه نشي ـ خبره داسې هم نه ده ـ په دې زرګاؤ کالو کې دَ پختون بابا اولاد دومره ګنړ شو چې غرونه خو څه د ټول افغانستان زمکه ورباندې تنګه شوه ـ نو په څلور واړو اطرافو په خوریدو شو ـ څوک چې ښکته لاړل یا د ابا سین نه پورې وَتل هغه آرین شول ـ څوک چې بلې غاړې ته په یورپ خواره شول ـ هغئ کاکیشین شول د پختون د پاره خوریدل دومره اسان هم نه وه ـ هر پله چې به تله نو چا به ورته پخیر راغلې خو نه وئیل ـ په جنګ او په زور به ئې قبضه کوله ـ چې جنګ به ئې وګټلو نو هسې وژله به ئې نه کول ـ یو شرط به ئې دا وه چې بئیللې علاقه دې پریږدۍ او بل د تاوان په بدل کې دې سَوَرې راکړی ـ نو په دې جوړ به ئې ترنه ټولې ښائسته پیغلې لاس ته کړې ـ د دې چل لوئې نقصان دا وشو چې د نیندرتل سره ئې وینه او نسلونه ګډ وَډ شول ـ او دا ترنه هیر شول چې اولاد د چا دې او محقیقین ورله دومره وکړل چې دا ریکارډ ئې ورله تیار کړو چې د کومې راغلي دي ـ کوم چې په خپل کور پاتې شول هِغه اوس هم هغه پختون دې لکه چې سَل زره کاله مخکې وه ـ هیڅ فرق پکې نه دې راغلې ـ اوس هم په سوَره صلح کوی ـ پختون بابا، پلار خو د ټول ماډرن بنیادمو دې ـ ولې د ا حقیقت د دنیا ټول محقیقین مني چې پختون په دنیا د ټولو لوئې قوم دې چې خپل اسب نسب یو پلار ته رسوي ـ The largest segmentary lineage society today is believed to be the Pashtun people of Afghanistan and Pakistan, with more than 50 million members organized into a vast tribal structure. هر پختون خپل پلار نیکه پیژني او چې ځي ځي نو اخر کې پختون بابا له ورسي ـ د نور ڼول مخلوق نه خو پلار هیر دې ـ چې پلار ئې پیدا نه کړې شو نو شادوګانو ته ئې ده خپل پلارګنئ اعزاز ورکړو ـ شاباش دې وي د شادوګانو په دې ترقی یافته اولاد ـ مونږ خو پښتا نه یو ـ د خپل پختون بابا اولاد یو او دا ایمان لرو چې پختون بابا خدائې بنیادم پیدا کړې دې ـ او په جنت کې ئې پیدا کړې دې ـ بیا ئې په ټول مخلوق خلیفه کړې دې ـ نن که د پختون څخه باچائي نشته نو خیر دې ـ خلیفه خو دې کنه ـ طالِبانو کار سم کړې وه ـ خو د امریکې کور وران شه ـ باچائې ته ئې پری نه خودل ـ د کبانو یو جبلت دې چې په کوم مقام دې د اګو نه زیږیدلې وي نو چې ځلمې شي نو هغې مقام له زان واپس رارسوي که نارینه وي نو هم او که زنانه وي هم اګو اچولو له هغې مقام له راځي ـ بنیاد م ورته ناست وي او په شخړو ئې نیسی ـ تر لوئې حده پورې د انسان هم دغه خصلت دې ـ د دې خصلت د لاسه دا غټې غټې باچا ئې په افغانستان رامنډې وهي ـ او دَ افغانستان په دې وچه زمکه او غرونو کې زان غرقوي ـ خپلو حملو له که هر عزر پیدا کړي خو د ماهي هغه خصلت ئې دې ځائې له راولي ـ کنې په دې زمکه او په دې غرونو کې څه خزانې پټې پرَتې دی چې دوئې ورپسې فوځونه، سره د جنګ د سازو سامان راشی ؟ـ خپل اباد، ښکلي او خوش حال وطنونه ورپسې پریږدی - دې وچو زمکو او غرونو کې زان سره د باچایو غرق کړی ـ تاریخ ولټوئې او په دې نظر ورته وګورئې نو که سکندر وه، که چنګیز وه، که پیرنګې وه که روسې وه او اوس که امریکې سره د ټول نیټو دې ـ خپل دولت، اصلحه، فوځیان، خپل عزت او د خپل خلقو خوش حالي هر څه ئې پکې غرق کړل او چې څه لږ ډیر پاتې دی هغه به هم غرق شی نو ټیټه ملا به واپس شي زان ته ډیر پوهه او عقلمند وائې ـ یره که د میانو دا خصلت پوره کوئې نو لکه د بندیانو ئې پوره کوئې کنه ـ راځۍ شل ځله راځۍ ـ پختون به درته پخیر راغلې وائې ـ په جمع راځۍ، هره ورځ راځۍ خو په امن راځۍ ـ په سیل راځۍ ـ پختون به درته ښکلی ښکلی د سیلونو ځائونه جوړ کړی ـ د خپل پلار نیکه جنم بهومی کتو له راځۍ نو بلا قبرونه او مقبرې به ستاسو زیارت له جوړې شی ـ ډالرې او پونډونه راؤړۍ او ورباندې ئې قربانوۍ ـ ښه ګرانې ګرانې هوټلې به درته جوړې شی ـ په مزو پکې پاتیکیږۍ ـ لوۍ لوۍ شجرې به درله تیارې شی ـ هر چا له به پلاران نیکان را پیدا شی ـ د دغې خبرې غم مه کوۍ ـ ډیرې قبیلې به تاسو خپل کولو ته تیار شي بیا د خپل نوم سره دُرانې لیکلې شۍ، اپریدې لیکلې، اسپ زې لیکلې شۍ ـ چې کومه قبیله مو خوښه وي ـ هغه ستا ده او ته د هغې ئې ـ بس دومره خیال ساته چې د خپل پلار نیکه د جنم بهومې زیارت له چې راځې نو جیب د ډالرو ډک راؤړه ـ پختون حاکمان ، طالبان او اولس یو شان په ډالر جوړ تصویر باندې ډیر مئین دې ـ د پختون وطن، بې جګړې، بې خفکانه ستا خپل دې ـ |
The Following User Says Thank You to Arooj Khan Marwat For This Useful Post: | ||
prestigious (Friday, October 19, 2012) |
Thread Tools | Search this Thread |
|
|
Similar Threads | ||||
Thread | Thread Starter | Forum | Replies | Last Post |
Maulana hassan jan shaheed | imran bakht | Pushto | 0 | Wednesday, January 05, 2011 07:21 AM |
Khushal baba & his poetry | Mr.Nationalist | Pushto | 0 | Tuesday, December 01, 2009 05:46 PM |
اختر او سحر | Mr.Nationalist | Pashto Poetry | 2 | Friday, September 18, 2009 08:48 AM |
Pashto ke Marsia nigari | Mr.Nationalist | Pushto | 0 | Friday, August 21, 2009 02:27 PM |