#41
|
||||
|
||||
خدايه!لۀ کومې خوا دېوان دَ نفرتونو راغلل
چې مو دَ خيال لۀ کوهِ قافه ښاپېرۍ ؤباسی |
#42
|
||||
|
||||
پۀ دغه مينه مې زره چرې باؤر نۀ راځی
هر ځلې کلکه وعده ؤکړی خو اکثر نۀ راځی راته ې ؤوئېل نن څۀ ډېر پۀ ژړؤنی اواز نکريزې مۀ راؤړه،دې کلی ته اختر نۀ راځی زړګے مې خوږ دے پۀ قلار شه سر مې مۀ خوږوه نؤی مئين لره واعظه عقل زر نۀ راځی دَ رب دَ پاره پښتنو ځانونه ؤپېژنۍ ستاسو لپاره خو به ځانله پيغمبر نۀ راځی لکه غوړاسکے مې دَ زړۀ پۀ تيګه ؤټوکېدو دَ محبت نه دَ خلاصونی رو ګودر نۀ راځی اباسين يوسفزۍ Last edited by Princess Royal; Tuesday, September 29, 2009 at 08:35 PM. Reason: Do not use red fonts. |
#43
|
||||
|
||||
انسان ته خبره خره ته لرګ اوبه په ډانګ نه بېلېږي اوښ که تږی شي، بيا يې هم يو زنګون اوبه په نس کې شته بدبختي يوازې نه راځي بې زحمته راحت نشته Life's no life when honour's left Man's a man when honour's kept Nation's honour and nation's fame - On life they have a prior claim With thoughts of these I do remain Unvexed with cares of loss or gain. Khushal Khan Khattak.
__________________
I don't give anyone a reason to HATE ME. They create their own drama out of PURE JEALOUSY...!!! |
The Following User Says Thank You to Astute Accountant For This Useful Post: | ||
Mr.Nationalist (Monday, September 14, 2009) |
#44
|
||||
|
||||
ناست په بل وطن ېم خو مې خیا ل ذره ذره لرم اورکه په کابل بل شی یا وینه په قندهارتوﺉ شی ژړا وزیرستان کښې یا ګومل په وینو سره لرم زړه مې په مزارکښې او دوه سترګې په خېبراوسي ښپې مې په المان کښي خو مې خیا ل په تاتره لرم هریو مې وهي او بیا ظالم وحشي هم زه یمه زه ملګرو داسې چم ګاونډ کښې ګذاره لرم ما پسې را پا سي دا مذ هب او ا نسا نیت په نوم او مې وهې او مې وژني ورور دا سې ساده لرم کله مې روسۍ په قندوزاو وژني اوورک مې کړي کله مې زه یار عرب په سمه او په غره لرم کله پاکستان مې کړې ملګرې ده اهل کتا ب کله مې په کور کښې یو سني او بل شیعه لرم کله د کشمیر او فلسطین مجاهد زه یمه کله ترورست شم داسې ډېر رنګونه زه لرم کله مها جر شم بیا غریب شمه هم سپک شمه کله واشنګټن سپینې مانړۍ کښې اډانړه لرم یو مې په ملا وټپوي واۍ توریا لۍ ﺉ ته بل ته مې ورمخکي کړي ګذار په سینه زه لرم کله چه بیا ویش ده تا وانونو او ده ګټې شي ګټه بیا ده دوۍ شي او تا وان په غاړه زه لرم
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection..... |
#45
|
||||
|
||||
ويښتۀ دې د ځوانۍ په مخ رادرومي کۀ بچے ئې لفظونو پښتنو ته دې قربان شم ننګيالے ئې منمه چې پښتون ئې په پښتو ورک لېونے ئې پتنګ ئې ځان نه اور رانغاړې اور ئې اورپسے ئې مزل کوې منزل پسې ور درومې ګړندے ئې چې مينه کوې مينه ستا ئې تل به تۀ ژوندے ئې قلم نه دې قربان شمه قلم دې زورور کړه اے شابه کنه شور کړه اؤ سندره د خېبر کړه اے شابه کنه مست شه اباسين چپې چپې کړه دا ژوند ازغن ازغن دے دا ژوندون نغمې نغمې کړه ښېرازه اؤ اباده د وطن دشتې مېرې کړه شېرشاه شه ، اظمد شاه شه په غماز پورې لمبې کړه غلام يمه ، غلام ئې شابه وروکې دا تيئارې کړه اے شابه د ازاد هيواد سندرې کړه نغمې کړه ٌ ٌ لاهور په غرغره کړه ، د شېرشاه ارمان پوره کړه ٌ ٌ جهلم کې بيا د يو افغان ملت کرښه پخه کړه چې خلاص شو له غليمه بيا به يو بل سره ستايو هله به مونږ يو بل ته د بل سندرې وايو کابل کې کۀ اوسيږو ، پېښور سره اشنا يو بولان زمونږه کور دے کۀ هر څو د پکتيا يو قلم زمونږه توره ده قلم باندې فدا يو جرګه زمونږ دستور ځان د جرګې په لاره بيايو اے شابه قلمکاره ترانه د پښتونخوا کړه يو وارې بيا پښتون افغان بادشاه د اېشيا کړه زلميه دا خو اوس لا ستا د نوي ژوند سظر دے لا پروت درته منزل ته په مودو مودو سفر دے د قام د آزادۍ د ارمان جنګ درته په سر دے قلم نه توره جوړه کړه نظر مو په سنګر دے اوس وخت د فېصلې دے هر پښتون په دې خبر دے واظده په شا مه ګوره ملګرے دې اکبر دے دا وايه چې جانانه پښتونخوا ده پښتونخوا ده چتراله تر بولانه پښتونخوا ده پښتونخوا ده
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection..... Last edited by Princess Royal; Tuesday, September 29, 2009 at 08:35 PM. Reason: Do not use red fonts. |
#46
|
||||
|
||||
دلته د زور قدر خو شته قدر د زړونو نشته
د زرو مخکې هېڅ ښایست د سرو ګلونو نشته دلته به څه مينه خوره شي نفرتونه ورک شي جنګ د بارودو شته خو جنګ د نظرونو نشته زما د خيال د امن کلی څه په دا رنګه دۍ څه وېره نشته دروازې يې د کورونو نشته رنګين به وي لکه جنت غوندې ماڼۍ به لري بيا هم جانانه څه تعبير مې د خوبونو نشته ستا په نامه باندې چا ياد نه کړم په زړۀ مې شه داغ ګني کمی مې په لمن د تهمتونو نشته ګرانه د ژوند د هلو ځلو ولې تېښته کوې تريخ حقيقت سره پوړۍ د قسمتونو نشته
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection..... Last edited by Princess Royal; Tuesday, September 29, 2009 at 08:38 PM. |
#47
|
||||
|
||||
statue of liberty
پروفيسر زبير حسرت اين ډبليو ايف پی، ټکسټ بک بورډ، پيښور دَ ازادۍ مجسمه تۀ چې ولاړه وې دَ کوم يو سمندر منځ کښې
هغه دَ تيلو نه شۀ ډک او بيا ې رنګ دَ سورکۍ وينې واخست ستا دَ رڼا مينار اوچت لاس کښې چې کوم مشال وو هغه راټيټ شولو،راښکته شۀ، ترې اور پۀ سمندر پورې شۀ ستا پۀ تندی چې راختلے وۀ کوم نمر غرق شۀ دَ اور پۀ سمندر،تورو تيرو ؤخوړۀ ستا دَ بل لاس کتاب چې تا خپلې سينې پورې وۀ کلک نيؤلے چې وه دَ علم سرچينه او دَ ژوندون خزينه نۀ ې سيراب کړۀ څوک پۀ ژوند او نۀ ې ژوند اوبخښۀ ستا دَ سپين زر غندې وجود وينه هم سپينه شوله اے دَ وختونو لاره وروکو ته لار ښيونکې تۀ علامت وې دَ دنا دَ ازادۍ ابادۍ تۀ پۀ دنيا کښې وې دَ مينې او دَ امن زېرے خو علامت دَ تندی خال نَه، دَ لمن داغ شۀ زېری بدل شولو دَ وير پۀ سانده ستا دَ عصمت،ستا دَ حرمت قبا ې تار پۀ تار کړه کلونه ؤشو، صدۍ واوړېده خو ستا سترګې هم دَ کاڼی سترګې شوې،بې نوره،بې نظره سترګې ستا دَ وطن دَ فريب ژنو پۀ شان
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection..... Last edited by Princess Royal; Tuesday, September 29, 2009 at 08:39 PM. Reason: Do not use red fonts. |
#48
|
||||
|
||||
dua
څوک مسافر مه کړے خپل کلے کور په وران مه کړے عظیمه خدایه !!! ته بل څوک زما په شان مه کړے ما د ژوندون لمحې په څومره لوئ قیمت اخیستی څوک د سفر سودا کښ ما غوندې ارزان مه کړے په څو څو لاکه شهیدانو یې وطن ګټلې نور د افغان کور د غلیم د لاسه وران مه کړے مونږ دخپل عشق په خاطر بیا سره یو ځائ کړے ربه زۀ د جانان او نور جانان زما ارمان مه کړے خدایه چه څوک هم د پښتون په کور کښ شر جوړوی دا مې دعا ده چه یې خپل کورګې ودان مه کړے __________________ is ki koe mening batae ga plz ....
__________________
Kami kis shae ki hai tere khazaane me mere Allah Jhukaa ke sar jo maangun teri rehmat mil hi jaaegi... |
The Following User Says Thank You to sara soomro For This Useful Post: | ||
Mr.Nationalist (Monday, September 28, 2009) |
#49
|
||||
|
||||
Pa qismat che sook jaregi bewaqof day,
Qismatona pa jara samegi na Haggha kegi che Allah ye moqarar kari, Che sa lek we pa taqdir badlegi na Mohabbat ye che pa khpala khwakha na we, Meney cherta hum pa zora kegi na Ka sal kaala da cha omar she kho bya hum, Pa jwandon bandi hissok maregi na Che seerat ye khaista na we A "RAHMANA", Tash soorat bandi hissok khaiegi na...! Rehman Baba
__________________
I don't give anyone a reason to HATE ME. They create their own drama out of PURE JEALOUSY...!!! |
#50
|
||||
|
||||
هسک خيبر ته خطاب څه شو ښاغلي پښتانه هغه ځوانان خيبره چې وارخطا يې سکندر کړ په ميدان خيبره که پښتون پروت د غلامی په ګورستان کې وينم جهان به څه کړم که بهار دی که خزان خيبره زمکه اسمان دی بدل شوي که مو بخت دی چپه چې په کېږکو نيسي ستا د غرو بازان خيبره د مظلومانو ژږا اورم ستا له شاړو ميرو نه چې قربان دی تر پنجاب کړي چودريان خيبره غوږ می نيولې آيا بيا به کاڼي ورژوي پر بې*انصاف ظالمانو ستا اسمان خيبره چې تر چنګيز او تر انګريز دی نظر تير و پرون نن دی په ټيټو سترګو ژوند کا فرزندان خيبره کله به ورکا استعمار ته ستا تندر چړکونه کله به سم په سموغر کړي خپل توفان خيبره مونږ به تر څو په وينو لوند شهيدان ښخوو وږی برمنډ به وي تر څو زمونږ ماشومان خيبره کرمه، تيرا کړم کړم، ټوټی ټوټی دی وزير پوښتنه مه کړه د خراب بلوڅستان خيبره وينی بهيږي چارسده کې لا تر اوسه پوری له داسی شخړو کربلا غواړي امان خيبره د ظلم کاڼي په سر خورو د نړۍ سو له ساتو لا به تر څو زغمو جفا د پاکستان خيبره په جرګو ته شي کار سمبال مجاهده ده په کار وخت دی چې بيا کړی توفاني دی هوښياري کړه را په برخه اډو جيل او زنځير اوس ليونتوب بويه چې مات کړي تور زندان خيبره د انقلاب وريځ کې تل د ازادی بريښناوی بيا جلالي شه جوړ کړه خپل پښتونستان خيبره وايي قانون دی د فطرت چې تکراريږي تاريخ ګه دا رښتيا وي بيا پيدا کړه اېمل خان خيبره
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection..... Last edited by Princess Royal; Tuesday, September 29, 2009 at 08:33 PM. |
|
|
Similar Threads | ||||
Thread | Thread Starter | Forum | Replies | Last Post |
English Poetry | DANISH_KHAN | English Poetry | 2 | Sunday, October 13, 2019 02:26 PM |
History of English literature | Naseer Ahmed Chandio | English Literature | 18 | Saturday, October 20, 2012 03:03 PM |
The Poetry of Confession | free thinker | English Literature | 0 | Friday, May 26, 2006 07:17 AM |
S. T. Coleridge: Function of Poetry | Last Island | English Literature | 0 | Tuesday, June 28, 2005 02:27 PM |