|
Share Thread: Facebook Twitter Google+ |
|
LinkBack | Thread Tools | Search this Thread |
#1
|
||||
|
||||
Pukhtoons & their Land Pukhtoonkhwa
له ازله تردی دمــــــــــه چی درانه دی هغه هرچاته ښکاره دی پښتـــــــانه دی لـراوبرپه یوه ژبه یواولــــــــــــــس دی ټوله خپل دی چاویل چی بیـــــګانـه دی دښمن نه غواړی چی یوپښتونستان وی ځـــکه وایی چی داټــول القـــــاعده دی که کابل که پښـــــــــاوریوئی وجـوددی دډیـــورند دکرښــــی شـاوخواپراته دی لــــــکه نورقومونه غواړی ازادی خپل دسروپه بیـــــــه اخلـــــی خـپلواکی خپل ۱ دښمـــــــــنانو اوس ویشلی په ګروپونـو اخته کړی ئی هرځای دی په جنــګونـو که په صوات اوباجوړکی اورلګــیـږی کــــندهارئی هم شریـک دی په دردونو کــــنډکپــــرمی نن سبا وزیرسـتـان دی پښـــتانه می ټول هـلاک سوه په بمونو خدایه ختمـــه دالړی کی زموږله سره کوراوکلـــــی اوس نـیولی دی ویرونو نړی ټوله راتـه یولاس په مدعــــــا ده که پرون وه شوروی نن امریکـــــا ده ۲ نړیـــــوال کوی خوښــی دلته فریاد دی هره ورځ په نوی رنګ جوړاستبداددی کفاربوخت په انټــــــرنټ اوکمپیوترکی زما قــــام خولاتراوســـــه بی سـواددی دوی کوی اخـــــــــتراګانی اوکشـــفونه بس پرموږباندی فرض شوی داجهاددی جوړوی راته په نــــــــــوی سربمـــونه انتحــــارراته جوړسوی اوس جلاد دی په هرښارکی راڅخه اخلی نفـــــــسونه وایی ځۍ چي خدای درکـــړی جنــــتونه ۳ راڅخه اخــــلی که عالم وی که داکترزما راته نه پریږدی معــــلم اواینجیـــنیر زما چی هرڅومره وی ناپوه ددوی پکــاردی پردنیا کــله زغملای سی ماســټــــر زما په همدی کی ددوی ګټی خوندی کـیــږی چی حاکمــــــه ګډوډی وی پر ټـــبر زما په پیسو باندی ئی چاغ ډیرګوډاګیان کړه خدایه ورک یی کړی پدی ډول رهبرزما په بدل کی دډالـــرو ســوم لیـــــــــلام زه یوه ورځ به ســــــم په دارلکه صـدام زه ۴ چی ودان می کلینک اویا روغتون وی ورانولوته یی کړی ســــــــم تړون وی بس دڅوپیـــسو لپــــــاره ئی سیځـــــینه هره سیمه کی مکـتب چی دپــښتون وی په مســـجــــدکی می امام په ارام نه دی ورته ایښی دامونه دبیلـــــــــــــتون وی په مطلب که یی څه مرسته رارسیــږی لیونی نه دی چی خوشی به مجنون وی پښتنوته یی جوړ کړی لوی پلان دی څکه دلته یوځای سوی درست جهان دی |
|
|
Similar Threads | ||||
Thread | Thread Starter | Forum | Replies | Last Post |
Pashto for CSS | Islaw Khan | Pushto | 60 | Sunday, April 17, 2016 04:38 PM |
Some Information about PASHTOONs | Shabab368 | General Knowledge, Quizzes, IQ Tests | 0 | Tuesday, May 29, 2007 10:04 AM |