#1
|
||||
|
||||
پښتونخوا
کۀ څوک خاندي کۀ څوک ژاړي پکښې اوسي د يو بل نه مينې غواړي پکښې اوسي پښتونخوا دې تل اباده وي سائله د ګلونو سندرغاړي پکښې اوسي |
#2
|
||||
|
||||
تۀ مې درخو يې دلربا به دې کړم پښتنې خاورې پښتونخوا به دې کړم ملک د پښتو دے قيصه ياده لره يه پښتنې مينه رښتيا به دې کړم د خپل وجود په ساړۀ سوري ورکه پښتونه ورک مۀ شے پېدا به دې کړم د زهرو تريخ د قندو خوږ وطنه د محبت د زړۀ درزا به دې کړم زما په هر پړاؤ توے شوے وينې د مستقبل د کور رڼا به دې کړم زما د خوږ زړګي شهيد ارمانه د ګل د سرو شونډو ثناء به دې کړم زما د زړۀ ټوټے ټوټے وطنه خپله د خپل ځان مسيحا به دې کړم
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection..... |
|
|