مسافري
ضرور دې تلږ دې بل وطن دې
دلته چې څه جوړوې دنګ دنګ محلونه
ښار دې لندن ورته لږې شه
د وطن شاړه په يورپ نه بدلومه
دا پيښور راته انګار شو
باقي به عمر په کراچې تيرومه
کراچۍ رڼاګانو کښۍ ورک نه شې جانانه
ده خپلي خاورې کوڅې هيرې نه کړې
زړګيه صبر کړه مه جاړه
ده دلاسه خلک دې په بل ملک کښۍ دينه
ده مسافرو يارې مه کړه
تا به مئين کړې دې به خپل وطن ته زېنه
زړګيه صبر شه مه ژاړه
تل به اشنا په سفر نه وې را به شېنه
په مسافرې دې خپه مه شې
خلک په جيل کښۍ څورلس کاله تيروينه
خه ده چې ته ده خيره راغلې
ما په کچکول پترې وهل درپسې تلمه
مسافر ته شوې خواره زه شوم
تا په پردې وطن کښۍ څه موندلۍ دينه
مسافر ته شوې ګرمه ځه شوم
اوس را ليږې په غم لړلې کاغزونه
څوک په رضا ده ملکه نه ځې
يا ډير غريب شې يا ده يار له غمه ځينه
ده مسافرو دې خدائي مل شې
يا به نهر وې يا به سپو خوړلې وينه
مسافري کښۍ خفه نه يم
خپه په دې يم چې جدا له تا نه يمه
__________________
Life is a tale told by an idiot...
|