کډه په سر يو
نن در په در يو
اوتر اوتر يو
په خپل وطن کښې
زېر او زبر يو
په شتۀ کالۀ کښې
نن خېمه ګر يو
په سره غرمه کښې
پراتۀ په نمر يو
پښتانۀ نۀ يو
اوس مهاجر يو
خو چې پېدا يو
اخته په شر يو
مولا ګواه دے
ملا ګواه دے
جرنېل ګواه دے
زردار ګواه دے
اغيار ګواه دے
تاريخ ګواه دے
مونږ قتل شوي تل په ډالر يو