سالګره
د خپلې وينې او خولې قيمت مې
څۀ په مشکل سره راجمع کړلو
بيا مې سوچ وکړو چې اوس څۀ وکړمه
د ښارئېې په لور مې مخه وکړه
په دکانونو باندې سر وتمه
چې چرته کېک واخلمه شمعې واخلم
چې پوکڼۍ هم ګلدستې واخلم
چې چمکدارې پټۍ واخلم ګلونه واخلم
د ښارئيې کوڅۀ کوڅه مې ستړې کړله
سودا مې پنډ کړه په اوږه مې کېښوه
په تور ماښام کور ته راورسېدم
ستړې ستومانه وم پرواه مې نۀ وه
ما پوکڼۍ او پټۍ وبڼولې
ما چمکدارې رېشې زوړندې کړلې
بيا مې په مېز باندې مخمل خور کړو
دوه ګلدانونه مې پرې کېښودل
بيا مې کېک راوړو په مزه مې کېښود
بيا مې په ورو ورو شمعې بلې کړلې
خو نۀ مې اواز د هېپي برتهـ ډے واورېد
نۀ مې لاسونه پړقول وليدل
نۀ مې په کړس کړس خندېدل واورېدل
نۀ مې ستا شونډو له کېک يوړو
نۀ مې ستا سپورې شونډې ښکل کړې ګلې
نۀ په تندي مې چا بوسه واخسته
نۀ چا نازونه اداګانې وکړې
نۀ چا مستۍ او ګډاګانې وکړې
سوچ مې کولو چې خوشحالي ده کۀ ماتم دے په ما
غم به لا نور هم سېوا کېږي کۀ دا غم دے په ما
اخر په دې فېصله ورسېدم
چې څوک د غم په ورځ اختر نۀ کوي
د لېونۍ د هجر اووم کال دے
ما ئې اوومه سالګره نمانځله