CSS Forums

CSS Forums (http://www.cssforum.com.pk/)
-   Pashto Poetry (http://www.cssforum.com.pk/off-topic-section/poetry-literature/pashto-poetry/)
-   -   Pashto GHAZAL (http://www.cssforum.com.pk/off-topic-section/poetry-literature/pashto-poetry/27112-pashto-ghazal.html)

Islaw Khan Wednesday, September 23, 2009 12:09 AM

Pashto GHAZAL
 
[B][SIZE="5"][COLOR="DarkSlateBlue"]
دَ يار دَ کلې دَ کوڅې مازيګر
ما لېونے کړی،لېونے مازيګر

ما پۀ جنت هم بدل کړے نۀ د
دَ محبت دَ ميکدې مازيګر

دَ زړۀ لۀ درده ناقلاره وومه
دَ اور ترخې اوبۀ مې څښې مازيګر

سم لۀ ماښامه تبې ونيومه
تاراته کړې وې ښېرې مازيګر

رقيبان ؤبوږنېدۀ،ؤيرېده
مونږ چې يو بل ته شو نزدې مازيګر

ستا دَ ښائېست نه تاوېدۀ،لوګېدۀ
غزل غزل سپرلے سپرلے مازيګر

ستا پۀ کوڅه کښې راترغاړې ووځی
انګار انګار لمبې لمبې مازيګر

ځان ې ستايۀ،دَ ځان صفت ې کوو
زما غزل ې ماته وې مازيګر


زمونږ کوڅې ته دې کاتۀ،روان وې
زما صابره ماليدې مازيګر[/COLOR][/SIZE][/B]



..................................

Islaw Khan Wednesday, September 23, 2009 12:15 AM

پرېږده مړه بيا به شی
 
[SIZE="5"][B][COLOR="Navy"]نن ې راته بيا وئيل ؛
پرېږده مړه بيا به شی

څنګ چې ې بېګا وئيل ؛
پرېږده مړه بيا به شی

ډک دَ ارمانونو زړۀ
،چاته چې به ما ښودۀ
داسې به هر چا وئيل ؛
پرېږده مړه بيا به شی
دا زما دَ ژوند سوال،
دا زما دَ مرګ سوال
ګوره چې اشنا وئيل ؛
پرېږده مړه بيا به شی
ماته ې بيا بيا کتل،
ماسره ې زړۀ وو خو
خوا کښې ورته چا وئيل ؛
پرېږده مړه بيا به شی
ځمه ورته بيا کښېنم،
اوس خو به مې اومنی
دا خو ې پخوا وئيل ؛
پرېږده مړه بيا به شی
ؤلې بادر خانه اوس
تۀ پرې خفه کېږې چې
چاته به هم تا وئيل ؛
پرېږده مړه بيا به شی[/COLOR][/B][/SIZE]

Islaw Khan Thursday, September 24, 2009 10:41 AM

[size="6"][b][color="darkgreen"]بس همدا زما ګناه ده چي پښتون یم[/color][/b][/size]


[color="purple"][b][size="5"]هسي مېنه مي تالا ده چي پښتون یم
بس همدا زما ګناه ده چي پښتون یم

دبل چا وینه د سرو زرو په بیه
خوزما وینه وړیا ده چي پښتون یم

هر چي بل ئې هست و نیست په غینمت وړي
هغه چاره نن په ماده چي پښتون یم

ماشومان مي په بمونو باندي وژني
په ما جوړه کربلا ده چي پښتون یم

ما په زوره دخپل کورکلي څه باسي
وائې همدغه دي سزا ده چي پښتون یم[/size][/b][/color]

Islaw Khan Thursday, September 24, 2009 10:44 AM

[size="6"][color="darkgreen"][b]د دوي حق به منو [/b][/color][/size]




[size="5"][color="royalblue"][b]دوي مي د ټول قام وارثان دي، د دوي حق به منو
خو بس د ذهن غلامان دي، د دوي حق به منو

دوي د قام سترګي دي، د قام په سترګو ګوتې منډي
دوي دانشور دي، اديبان دي، د دوي حق به منو

دوی پګړۍ نه تړي، د مارکس بابا کتاب هم وايي
دوي ږير خرېيلي مُلايان دي، د دوي حق به منو

دوي د اورنګ نوکري کړي، هم جايزې ترې اخلي
هم د خوشحال بابا لمسان دي، د دوي حق به منو

بلا واړه خلک، بلا اوږده اوږده نومونه
په کاغذونو کي لويان دي، د دوی حق به منو

دوي که واړه دي په کردار خو په قامت اوچت دي
دوي مي بې شکه مشران دي، د دوی حق به منو

دوي وايي دا هلک ګستاخ دی، مشران نه پرېږدي
په ما د زړه له کومې ګران دي، د دوی حق به منو

دوي د پښتو د يو يو ټکي اُجرتونه اخلي
دوي د خدمت په لار روان دي، د دوي حق به منو

چي د رښتيا ډګر ته راشي د خپل ځان منکر شي
خو د شعرونو اتلان دي، د دوي حق به منو
.................................................. [/b][/color][/size]

Islaw Khan Thursday, September 24, 2009 10:50 AM

[size="5"][b][color="darkslategray"]

مېنه می په ټول پښتونستان خوره وره لرم
ناست په بل وطن ېم خو مې خیا ل ذره ذره لرم

اورکه په کابل بل شی یا وینه په قندهارتوﺉ شی
ژړا وزیرستان کښې یا ګومل په وینو سره لرم

زړه مې په مزارکښې او دوه سترګې په خېبراوسي
ښپې مې په المان کښي خو مې خیا ل په تاتره لرم

هریو مې وهي او بیا ظالم وحشي هم زه یمه
زه ملګرو داسې چم ګاونډ کښې ګذاره لرم

ما پسې را پا سي دا مذ هب او ا نسا نیت په نوم
او مې وهې او مې وژني ورور دا سې ساده لرم

کله مې روسۍ په قندوزاو وژني اوورک مې کړي
کله مې زه یار عرب په سمه او په غره لرم

کله پاکستان مې کړې ملګرې ده اهل کتا ب
کله مې په کور کښې یو سني او بل شیعه لرم

کله د کشمیر او فلسطین مجاهد زه یمه
کله ترورست شم داسې ډېر رنګونه زه لرم

کله مها جر شم بیا غریب شمه هم سپک شمه
کله واشنګټن سپینې مانړۍ کښې اډانړه لرم

یو مې په ملا وټپوي واۍ توریا لۍ ﺉ ته
بل ته مې ورمخکي کړي ګذار په سینه زه لرم

کله چه بیا ویش ده تا وانونو او ده ګټې شي
ګټه بیا ده دوۍ شي او تا وان په غاړه زه لرم[/color][/b][/size]


02:07 AM (GMT +5)

vBulletin, Copyright ©2000 - 2024, Jelsoft Enterprises Ltd.