#1
|
||||
|
||||
Naat
که صورت د محمد نه وی پيدا
پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا کل جهان د محمد په مخ پيدا شو محمد دی د تمام جهان ابا نبوت په محمد باندې تمام شو نشته پس له محمده انبيا نور هاله د محمد وه په جهان کې چې بوی نه وه د ادم او د هوا په صورت کې اخرين دی پيدا شوی په مانا کې اولين دی تر هرچا خدای يې مه ګڼه بېشکه چې بنده دی نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا که نبي دی، که ولي دی که عاصي دی محمد دی د همه واړو پېشوا چې يې دين د محمد دی قبول کړی حبشي دی، که فاسق دی که تارسا محمد د ګمراهانو رهمنا دی محمد دی د ړندو د لاس عصا که رڼا ده پيروي د محمد ده که نه نشته په دنيا بله رڼا محمد د بې چاروو چاره ګر دی محمد دی هر دردمند لره دوا زه "رحمان " د محمد د در خاکروب يم که مې خدای نه کا له دې دره جدا |
|
|
Similar Threads | ||||
Thread | Thread Starter | Forum | Replies | Last Post |
Naat (teray hotey junum lea hota) | rubab umer khan | Urdu Poetry | 1 | Tuesday, October 03, 2006 12:01 AM |
Naat | rubab umer khan | Urdu Poetry | 1 | Thursday, August 31, 2006 12:43 AM |