Hamd
[center][size="5"][b][color="purple"]ګوره هسې کردګار دى رب [b]زما
چې صاحب دکل اختيار دى رب زما همګى بزرګواران چې څوک ئې وائى ترهمه ؤ بزرګواردى رب زما نه ئې هيڅ حاجت په چاباندې موقوف دى نه دهيچا منت بار دى رب زما خوائنده دنانويسو صحيفودى داننده دهراسرار دى رب زما هسې نه چې واحدى ئې ده له عجزه په واحد وجود بسيار دى رب زما څه حاجت دے چې ئې بله خواته غواړم پخپل کور کښې هم کناردى رب زما هيڅ تغير وتبديل نه لرى رحمانه تل ترتله برقرار دى رب زما[/b][/color][/b][/size][/center] |
07:27 PM (GMT +5) |
vBulletin, Copyright ©2000 - 2024, Jelsoft Enterprises Ltd.