#1
|
||||
|
||||
Hamd
ګوره هسې کردګار دى رب زما
چې صاحب دکل اختيار دى رب زما همګى بزرګواران چې څوک ئې وائى ترهمه ؤ بزرګواردى رب زما نه ئې هيڅ حاجت په چاباندې موقوف دى نه دهيچا منت بار دى رب زما خوائنده دنانويسو صحيفودى داننده دهراسرار دى رب زما هسې نه چې واحدى ئې ده له عجزه په واحد وجود بسيار دى رب زما څه حاجت دے چې ئې بله خواته غواړم پخپل کور کښې هم کناردى رب زما هيڅ تغير وتبديل نه لرى رحمانه تل ترتله برقرار دى رب زما |
|
|
Similar Threads | ||||
Thread | Thread Starter | Forum | Replies | Last Post |
Hamd-e-Baari Tala | Red Flower | Islam | 6 | Tuesday, September 15, 2009 01:29 PM |
Tu Hay Mera Khuda Tu Hay Sab Bara - Hamd by Jimmy Attre | Leonidas | Urdu Poetry | 2 | Sunday, July 27, 2008 10:02 PM |
about the Holy Quran | Engr.Aftab | Islamiat | 0 | Thursday, May 15, 2008 11:09 PM |