View Single Post
  #1  
Old Tuesday, August 18, 2009
Mr.Nationalist's Avatar
Mr.Nationalist Mr.Nationalist is offline
Senior Member
 
Join Date: May 2009
Location: Mard+aan (Pukhtoonkhwa)
Posts: 176
Thanks: 91
Thanked 143 Times in 87 Posts
Mr.Nationalist will become famous soon enough
Default Pashto Poetry...


غزل
قلندر مومند

ګمراهانو ته په مخکښې آئينه ږدم په کږه کښې هم چې سم يمه کږه ږدم
د تيرو د خدائې په زړۀ توره تيارۀ شي چې په لاره کښې د خوږ زړګي ډيوه ږدم
خاموشي مې د سرخۍ په خلۀ وينا کړي د زړګي په هر يو زخم کښې غنچه ږدم
تۀ ازغي کره زما او د ګل منيځ کښې زۀ په لاره قدم نۀ ږدمه سينه ږدم
کۀ د زړۀ بيرغ مې پريوتو پښتون يم ګمان مۀ کړه چې رقيب ته به وسله ږدم
قلندره! سرخروئي به نوره څۀ وي دا په وينو وللے مخ چې صدقه ږدم


غزل
مراد خان شينواري
په يارانه باندې مجبوره نۀ ده پښتنه پيغله ده مزدوره نۀ ده
د يارانې په چل جوړ وپوهيده ګودر له راغله خو تروره نۀ ده
په پښتنه ليلا چې ځان کړي لوګے داسې ځلمي باندې مور بوره نۀ ده
په يو غوټه کښې ئې زړۀ يوړو له ما تۀ اوس هم وائې چې باتوره نۀ ده
رقيبه بس دے نوره خلۀ ونيسه ياري ګټلې چا په توره نۀ ده
هغه دے تت غوندې منزل ښکاري قدم راواخلئ تيارۀ ګوره نۀ ده
زما ئې فکر جنتي غوندے کړو زاهد لا اوس هم وائي حوره نۀ ده
پام په تريخوالي ئې چې تير نۀ وځے هسې نخرې کوي مغروره نۀ ده
چې زما غاړه د بل پړے وي تل داسې ياري ماته منظوره نۀ ده

Friends are requested to please post their favourite pashto Poetry ...


regards
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection.....

Last edited by Predator; Thursday, August 20, 2009 at 08:25 AM.
Reply With Quote
The Following User Says Thank You to Mr.Nationalist For This Useful Post:
Cosmic_libertine (Wednesday, August 19, 2009)