Thursday, September 17, 2009
|
|
Senior Member
|
|
Join Date: May 2009
Location: Mard+aan (Pukhtoonkhwa)
Posts: 176
Thanks: 91
Thanked 143 Times in 87 Posts
|
|
اختر او سحر
چې وَطن ماتم ماتم وی
او پۀ هر يو کور کښې غم وی
چې بارود وی لۀ اسمانه
او دَ زمکې لاندې بم وی
چې پۀ شونډو بس ژړا وی
سترګې هم ډکې لۀ نَم وی
چې دَ ګلو پۀ موسم کښې
دَ ګولو،ډزو موسم وی
باجوړ،وزيرستان کښې
هم پۀ سوات کښې محرم وی
نو زۀ به داسې اختر څۀ کړم
چې بچی مې قتل کيږی
مور او پلار مې ژوبل کيږی
سَر سجدې له چې ټيټيږی
پرې بمونه راوريږی
ربه! کله به سحر شی
چې زما غريب اختر شی
پروفيسر ډاکټر زبير حسرت اين ډبليو ايف پی ټيکسټ بک بورډ،پېښور
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection.....
|