#1
|
||||
|
||||
اختر او سحر
چې وَطن ماتم ماتم وی
او پۀ هر يو کور کښې غم وی چې بارود وی لۀ اسمانه او دَ زمکې لاندې بم وی چې پۀ شونډو بس ژړا وی سترګې هم ډکې لۀ نَم وی چې دَ ګلو پۀ موسم کښې دَ ګولو،ډزو موسم وی باجوړ،وزيرستان کښې هم پۀ سوات کښې محرم وی نو زۀ به داسې اختر څۀ کړم چې بچی مې قتل کيږی مور او پلار مې ژوبل کيږی سَر سجدې له چې ټيټيږی پرې بمونه راوريږی ربه! کله به سحر شی چې زما غريب اختر شی پروفيسر ډاکټر زبير حسرت اين ډبليو ايف پی ټيکسټ بک بورډ،پېښور |
#2
|
||||
|
||||
Dozakhi jwand, jannati khaawra ajeeba khabara
domra bakheela, ghani khawra ajeeba kahbara pukhtanay mianday os ghulam ibn-e-ghulam zegawee da abaadali jalali khawra ajeeba khabara Last edited by thinking; Thursday, September 17, 2009 at 03:36 PM. |
The Following User Says Thank You to thinking For This Useful Post: | ||
Mr.Nationalist (Friday, September 18, 2009) |
#3
|
||||
|
||||
اختر
زما دوطن پېغلو ته ډالۍ يې دي راوړي اختر يو بنجاره دى خوشالۍ يې دي راوړي د ستورو ستارې به پېغلو جونو باندې وېشي يو شرنګ به شي لمنو ته پاولۍ يې دي راوړي دچټو سپينو پېغلو په ټټر به ځونډي زانګي وږمې لري لونګ ګېډۍ ګېډۍ يې دي راوړي دروايې خلئ پکار به شي ددنګو ښکلو غاړو د سپينو مر غلرو غاړکۍ يې دي راوړي دلرې وطنونو مساپر يې سره ټول کړل باران دى د سين غاړې ته هيلۍ يې دي راوړي ځوانان به سره وکاندي د مينې مجلسونه عامره چې وختونه د ځوانۍ يې دي راوړي
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection..... |
|
|
Similar Threads | ||||
Thread | Thread Starter | Forum | Replies | Last Post |
Pashto ke Marsia nigari | Mr.Nationalist | Pushto | 0 | Friday, August 21, 2009 02:27 PM |