دلته د زور قدر خو شته قدر د زړونو نشته
د زرو مخکې هېڅ ښایست د سرو ګلونو نشته
دلته به څه مينه خوره شي نفرتونه ورک شي
جنګ د بارودو شته خو جنګ د نظرونو نشته
زما د خيال د امن کلی څه په دا رنګه دۍ
څه وېره نشته دروازې يې د کورونو نشته
رنګين به وي لکه جنت غوندې ماڼۍ به لري
بيا هم جانانه څه تعبير مې د خوبونو نشته
ستا په نامه باندې چا ياد نه کړم په زړۀ مې شه داغ
ګني کمی مې په لمن د تهمتونو نشته
ګرانه د ژوند د هلو ځلو ولې تېښته کوې
تريخ حقيقت سره پوړۍ د قسمتونو نشته
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection.....
Last edited by Princess Royal; Tuesday, September 29, 2009 at 08:38 PM.
|