غم
د ورځې تورو سترګو ګرځم
د شپې د لپو لپو اوښکښۍ تويومه
د غم باران په ما ورېږي
د خوشالو چترې مې نيشته لمده به شمه
په غم کښۍ پيدا په غم کښۍ لويه شوم
په غم به مرم په غم به تور لحد ته ځمه
په غم کښۍ ستا نه څه کم نه يم
ليونې خو نه يم چې به کلې خبرومه
زړه مې سورې سورې بادام دې
غم مې مودام دې چې په تا مئينيدمه
ځما په زړه باندې لاس کيږده
ياره په تا دې او که په ما دې ډير غمونه
ده زنږنه نه سر اوچت کړه
خدائي به اسانه کړې ده دنيا مشکل کارونه
د غم پالنګ د غم بستر دې
په غم وړيږم پکښۍ کؤم د غم خوبونه
رباب
نورې نغمې ما سره نيشته
خپل رباب نه به زه ووشلوم تارونه
رباب په غيږ کښۍ راته جاړې
ووس ده نغمو په ځائ ترې خيژې فريادونه
__________________
Life is a tale told by an idiot...
|