|
Share Thread: Facebook Twitter Google+ |
|
LinkBack | Thread Tools | Search this Thread |
#11
|
||||
|
||||
سپرلۍ
ځه ده سپرلې ده ګل په شان تازه ووم ده جانان مينه ده رنجه زيړ يې کړمه ارمان ډير دولتونه نيست نابود شول شهان ترې لاړو خالي لاس په ارمانونو په تور لمحه کښۍ به نعرې کړم زه د دنيا نه ارمانجن راغلې يمه که اسوېلې د خولې اوباسم په دې نږدې کلو به اور ولګوينه تا به د زړه ارمان پوره نه شي په هر ساته دې په جرګو خولا کومه په قيامت کښۍ به دې غواړم په دې دنيا دې ظالمان نه راکوينه يا خو زمونږ نصيب کم دې يا هلکان له کوره تش راغلي دينه په تور لمحه کښۍ به نارې کړم زه د دنيا نه ارمانجن راغلې يمه ارمان به وکړې وخت به تير وي بيا به نارې وهې نه به درزمه نه به انځر ده ورځې ګل شې نه به زړګې ځما ده غمه خالي شينه ارمان ارمان تير شو ساته بيا را نشې که ملنګ تر پسې شمه که اسوېلې د خوله اوباسم په نژدې کلو به اور اولږوينه په اباسين باندې لاهو شي ماته دې ټول عمر دروغ وئيلي دينه |
#12
|
||||
|
||||
جنګ
جنت دې هغه خقلو ځائ دې څوک چې د عشق په تېغ شهيد ګور ته ورځينه د انقلاب سيلاب چې راشي د اقتدار بالا خانې را غورځوينه له تورې بوړې اواز راغے چاوې غليم دے په مورچل يرغل کوينه ځوانانو وتړلې ملاوې دتورې بوړې خواته وشول ګواښونه زلمونعرې کړې هله زر شئ چې توره بوړه کښې دښمن راغلے دينه ددښمنانوزبون مات شو په توره بوړه دبرى کيږى غږونه که د اسلام په نوم شهيد شوې په تار د زلفو به کفن درله ګنډمه په تورو ټوک ټوک شې مړ مه شې چه په هردنه دې ګنډمه خوله در کومه جانان په جنګ کښۍ توره وکړه ما ته همځولي په تندې سلام کوينه په خوا له به جنګ در سره وکړم ده سترګو لاندې به زاري ترته کومه جانان په جنګ کښۍ ماتې اوخوړو په بې ګانې ورکړې خوله باندې پشيمانه يم که ته د اسلام په نوم شهيد شوې په تار د خپل زلفو به کفن درله ګنډمه ليونې که ليونې يې ځما خوښ يې خلک يارې ده ليونو سره کوينه ځه ليونو څره خوشحال يم ځما يې خوښ دې دا شليدلې ګريوانونه ځما جانانه ليونيه ته خو ليونې وې ځه دې هم ليونې کړم مئينه
__________________
Life is a tale told by an idiot... |
#13
|
||||
|
||||
ګودر
دا تورخم داغ مې پکار نه ده منګې به واخلم په ګودر به اوجاړمه په ګودر ناست يم په جړا ژاړم جانانه راشه چې جوړه ورته ورځونه ګودر په څرمه قبر راته جوړ کړې چې مات منګې پيغلې زما په قبر ورينه ګودر ته ځم را پسې راشه ما په منګي کښۍ پراټې راوړي دينه ديدن ديدن د ګلو غونچه نه ده چې د رهبر په لاس ئې يار له وليږمه که دې زما ديدن پکار وي د چارشنبه حساب کوه زيارته ته ځمه يو وار مې ستا ديده چې وکړې بيا که مې سترګې کارغان خوري خوشاله يمه ځما آشنا ګل د بادام دې زما په نام دې نور دې تش ديدن کوينه ديدن دې ولې قيمتې کړو ځه دې په کومه ګناه اووينم مئينه يو وار مۍ ستا ديدن وشۍ بيا که مۍ سترګۍ کارغان خورۍ خوشحاله يمه ده مستانه جانان نه ځار شم چۍ تش ديدن ته يې خيمۍ وهلۍ دينه ستا په ديدن به مړه نه شم که تمام وجود مۍ سترګۍ سترګۍ شۍ نه ديدن ده ګلو غنچه نه ده چه ده رهبر په لاس يې يار لا وليږمه که دۍ ځما ديدن پکار وۍ ده چارسنبه حساب کوه زيارت ته ځمه ديدن ده بدو پيمانه ده نه په مړيږم نه تۍ پنډ تړلۍ شمه هلکه لوئ شۍ برخوردار شۍ روزۍ ده پلار شۍ ځه دۍ تش ديدن کومه ديدن مۍ ستا بهانۍ مۍ نورۍ لکه ګجر چم په چم ناري وهمه جانان که خاص دۍ ځما بس دۍ ځما توبه شه ده پردو د ديدنونه ځه په مينه کښۍ ملنګ شوم خپله ليلا د ديدن خير نه راکوينه
__________________
Life is a tale told by an idiot... |
#14
|
||||
|
||||
بيلتون
چه دا په ياد شي خيال مې نور شي جامې مې اول شي اندامونه مې سوزينه بيلتون په هر چا ميلمه کيږي په زما چې راشي تيروي مياشتې کالونه چې يارانې د ستا و ما وې چې جدائي شوه ټول جهان پرې خبر شونه په جدائي دې خفه نه يم خپه په دې يم چې رقيب دې خپلوينه ده مينې يو ټولګې عالم دې او ده بيلتانه سره ده شام پورې فوجونه (شام - سوريه) يارۍ خو تا کړه ما خو نه کړه اوس يې چې په لنډو پرې کوې ژړه راځې نه خدائي دې سزا در کړې جانانه په خوب ووده اوښکښۍ مې ستا ده لاسه زينه ننګ خدائ دې بې ننګه اولاد ورک کړي چې ننګ ناموس دې مور و پلار بربادوينه بې ننګې مه کوه جانانه ده سترګو لاندې به زارې ترته کومه
__________________
Life is a tale told by an idiot... |
#15
|
||||
|
||||
غم
د ورځې تورو سترګو ګرځم د شپې د لپو لپو اوښکښۍ تويومه د غم باران په ما ورېږي د خوشالو چترې مې نيشته لمده به شمه په غم کښۍ پيدا په غم کښۍ لويه شوم په غم به مرم په غم به تور لحد ته ځمه په غم کښۍ ستا نه څه کم نه يم ليونې خو نه يم چې به کلې خبرومه زړه مې سورې سورې بادام دې غم مې مودام دې چې په تا مئينيدمه ځما په زړه باندې لاس کيږده ياره په تا دې او که په ما دې ډير غمونه ده زنږنه نه سر اوچت کړه خدائي به اسانه کړې ده دنيا مشکل کارونه د غم پالنګ د غم بستر دې په غم وړيږم پکښۍ کؤم د غم خوبونه رباب نورې نغمې ما سره نيشته خپل رباب نه به زه ووشلوم تارونه رباب په غيږ کښۍ راته جاړې ووس ده نغمو په ځائ ترې خيژې فريادونه
__________________
Life is a tale told by an idiot... |
#16
|
||||
|
||||
متفرق
اول رمضان وي بيا اختر وي په بېلتانه پې وصال دې را بشينه ثواب دې بېل ګټه دې بيله راشه د لارې خوا کښ اوکره ګلونه قبر غرور په ځواني مه کړه ځواني د ژمي مازيګر دې تېر به شينه آخر به خاورې شې بدنه ډېر په غرور و قبر مه ږده قدمونه ناروا مه کړه مسلمانه الله د يوې يوې زرې حساب کوينه د خياله کوږ په لاره مه ځه مرګ در پسې دې کاږه زر زر سموينه يا خو زمونږ نصيب کم دې يا هلکان له کوره تش راغلي دينه په قيامت کښۍ به دې غواړم په دې دنيا دې ظالمان نه راکوينه طالبه خدائيکو که ملا شوې پروت په کتاب ئې، يادوې شينکي خالونه يوه مې دا خبره واوره د چا په مخکښې مه راته مه نيسه ګلونه ياره پرېمېږده چې مړ شمه چې ژوندې يم څوک مې نه کړي تپوسونه هلکه مرې که پاته کيږې دا مې عادت دې سترګې تورومه ما دې پيزوان آخستې نه دې په پير بابا به درته وکړم سوګندونه ما درته وائيل چې ښار ته مه ځه په نرې ملا به دې ښارې مئينې شينه ستا به دې تشې خولې خنداه وه زه به دې مخکښې د نوکر په شانتې تلمه ستا د دواړو سترګو له پاره زه ټول کاله تا ته په سلام ولاړه يمه زما بې بې دادا ته وايه خوشاله نه يم له ناکامه ناسته يمه سپوږمئ د بيرې سر له راغله جينکې را نغله شوګيري ورته کومه زما لالا د ګلاپو ګل دې په خوشبوئې ئې جونې مستې کوينه اواز ئې اوورم ليدلې نه شم ده خاپيرو مې سر و کار دې مړ به شمه ده ټپو وار را سره کيږده ما ته بې واره ټپې خوند نه راکوينه په صبر صبر پوره نه شوه اوس به جولې په نازولو ګرزومه يا به ځما نصيب خراب وې يا به ټولې يارانې دغسې وينه په صبر صبر پوره نه شوه صبا مې نيت دې بې صبري ته ملا تړمه اواز مې شته جورې مې نيشته لکه کونتره به جورې نارې وهمه په زنقدن دې ژبه بند شه ما ته دې ټول عمر دروغ وئيلې دېنه راځه چې دواړه سره په خولا شو نور څوک دي چې مونږ به په خؤله کوينه په سر دې کوم غم اوس ولاړ دې چې ده ځما غريب يارې ته نه پريږدېنه ته ده اختر په صبا راشه ځه به در اوزم تورې سترګې سره لاسونه ته په توده برستڼړ کښۍ پروت يې په ما دې جمې پرخه لارې جوړوينه انار دي اوخوړ خوله دې سره شوه چا ويل ده واورې په سر اور اولږيدونه ځما خائست له مرګه تير شه په دروازه کښۍ راته جوړ شول زيارتونه ګوته په ګوته کښۍ راؤوزه لاس په تندې کيږده چې ودې پيژنمه ځما ده غاښ په امبور اووزې که ما ده ستا زنه ته زور ورکړې وينه هلکه لوي شي برخورداره شې روزې ده پلار شې ځه دې تش ديدنونه کومه
__________________
Life is a tale told by an idiot... |
The Following User Says Thank You to Islaw Khan For This Useful Post: | ||
naveed khan (Saturday, October 13, 2012) |
#17
|
||||
|
||||
tapa
Poetry of Jang as you have mentioned is called Hamasi Shairi in Pushto,
Correctioni in a tapa KA DA WATAN PA NOOM SHAHEED SHWAY ; PA TAR DA ZALFO BA KAFAN DARLA GANDAMA; there is no word islam in the original tapa as you have reported, instead it is Watan. Regards. |
The Following User Says Thank You to Noor Ul Haq2009 For This Useful Post: | ||
Mr.Nationalist (Tuesday, October 06, 2009) |
#18
|
||||
|
||||
يو وار مې ستا ديده چې وکړې
بيا که مې سترګې کارغان خوري خوشاله يمه -- ځما آشنا ګل د بادام دې زما په نام دې نور دې تش ديدن کوينه ديدن ده ګلو غنچه نه ده چه ده رهبر په لاس يې يار ته وليږمه که دۍ زما ديدن پکار وۍ ده چارشنبه حساب کوه زيارت ته ځمه ديدن ده بدو پيمانه ده نه په مړيږم نه تۍ پنډ تړلۍ شمه ګلونه ډېردي پۀ دنياکې ګلاب سرداردی چې يې نجونې بویوينه -- ګلونه ډېردرسره راوړه زۀ پۀ اوربل کې دګل ونې جوړومه -- ګل لاله ورنه شرمېږي چې دې دسروشونډو غوټۍ ګلونه شينه -- ګوره چې واردې خطانۀ شي دګلوڅانګه دې پۀ سرولاړه يمه -- ګلابه پام وارختا نه شی د زرو لښته دی په سرو لاړه يمه -- ګل چې بلبل ته هوسېگی بلبل بۀ ولې پۀ ګل مينه نۀ کوينه -- ګلابه تۀ ولې خوشال يې پرتا ديارمينه لرم تابويومه sok chi da yar kali ta larshi awo chi be'dedana tri razi mar di shina ***** zama pa di kali ki sadi nou sta da dedan da para omar tirawoma ***** chi da dedan naseeb bi na wi nou pa yawo kussa ki sara wrandi wrosto shina ***** da yar dedan chi pa'ki na wi nou da samror awo da golo bagh wi sa bai kama ***** pa jwand agha sok khushal wi nou sok chi dedan da janan jar wakht kawina ***** khudaya da hijr shpa saba ki nou Janan zama kri chi ye okram dedanouna
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection..... |
#19
|
|||
|
|||
dear go through the following:
Rahman baba poetry differnt aspects khushal khan baba amir hamza shinwari abdul hamid baba ghani khan said rasool rasa samandar khan samandar fazal haq shaida. pushtho Tapa..pushtho lok, pushtho Nasar. drama ,novel, afsana, mataloona, regards are these topics enough for CSS 2010 preparation and i have a question how to avoid pushtu writing mistakes? and there are some proverbs that are explained by different writers differently? Can all of them be written in the paper? and please guide me as i am beginner in pushto preparation thanks a lot. |
#20
|
|||
|
|||
How is the above poetry required in paper? What is the purpose of the poetry as posted above regarding the paper? Does one have to prepare it or translate it or what to do with it? I'm confused.
|
|
|
Similar Threads | ||||
Thread | Thread Starter | Forum | Replies | Last Post |
Help in learning Pashto | Ahmed_2007_Cool | Pushto | 3 | Friday, September 18, 2015 08:13 PM |
How to learn Pashto verses and poetry? | dr.taqi abass | Pushto | 1 | Wednesday, September 16, 2009 11:00 PM |
Pashto Idioms | Abdullah Nayyar | Pushto | 1 | Wednesday, February 25, 2009 04:00 PM |
PASHTO POETs "Khushal Khattak & Hamza Baba" | Shabab368 | Pushto | 0 | Tuesday, May 29, 2007 09:56 AM |
PASHTO POET " Rahman Baba" | Shabab368 | Pushto | 0 | Tuesday, May 29, 2007 09:46 AM |