لا دې درخو په هغه بام نۀ رپوي لوپټه
سيلۍ بربنډې دي د سر نه تختوي لوپټه
لا د ملوکې د سندرو سهېلۍ وروکې دي
لا دې غمژن ګودر ته نۀ راوړي خيالي لوپټه
ما تر هغې په پښتنو ستاينو ونۀ ستايې
څو دې دامانو له رانۀ وړم د سپرلي لوپټه
هر خوا چې تلې يمه نغښتې پکښې تلې يمه
څومره بلا وسعت لري ستا زرزري لوپټه
کاش چې يو ځل دې د اسمان په ټال کښې وځنګوم
چې دنيا وويني د دې مازيګري لوپټه
چې زۀ دې ږدم په مخ د تړمو وينو سرۀ خالونه
تۀ مې دسمال ږدے په پرهر کښې ګلابي لوپټه
چې تۀ ريدي هسې لمبه لمبه جامې واغوندې
زۀ در په سر کړم د غانټول د خوب اودي لوپټه
دا غاړه وتې دوه پېړۍ به راته تل يادوي
د پېښورۍ پېغلې په سر قندهارۍ لوپټۀ