#1
|
||||
|
||||
Rehmat Shah Sayel
زما په دواړو اوږو....
زما په دواړو اوږو ناستو فرښتو وليکئ زما په سر کۀ څۀ ليکئ نو په پښتو وليکئ د پاکې مينې ګناه ګارو چې منکر پرې نشئ د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو ما په قطار کې د ژوندون د لېونو وليکئ ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينو حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ |
#2
|
||||
|
||||
لا دې درخو په هغه بام نۀ رپوي لوپټه
سيلۍ بربنډې دي د سر نه تختوي لوپټه لا د ملوکې د سندرو سهېلۍ وروکې دي لا دې غمژن ګودر ته نۀ راوړي خيالي لوپټه ما تر هغې په پښتنو ستاينو ونۀ ستايې څو دې دامانو له رانۀ وړم د سپرلي لوپټه هر خوا چې تلې يمه نغښتې پکښې تلې يمه څومره بلا وسعت لري ستا زرزري لوپټه کاش چې يو ځل دې د اسمان په ټال کښې وځنګوم چې دنيا وويني د دې مازيګري لوپټه چې زۀ دې ږدم په مخ د تړمو وينو سرۀ خالونه تۀ مې دسمال ږدے په پرهر کښې ګلابي لوپټه چې تۀ ريدي هسې لمبه لمبه جامې واغوندې زۀ در په سر کړم د غانټول د خوب اودي لوپټه دا غاړه وتې دوه پېړۍ به راته تل يادوي د پېښورۍ پېغلې په سر قندهارۍ لوپټۀ
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection..... |
#3
|
||||
|
||||
زړونه مو وو، د زړونو درد مو په سينو کښې نۀ وۀ
تصوير زمونږ، تصوير زمونږ په آئينو کښې نۀ وۀ کوئټه، کابل دے، قبائل دي، کۀ جانان پېښور يو انغرے مې په څلورو استانو کښې نۀ وۀ خدائې زده چې ولې ئې په هر جنګ کښې بېلات کړے دے زۀ قسم خورم، چې مې شک په مېړنو کښې نۀ وۀ بخت مې اورنګ شۀ خو خوشحال مې په وطن کښې نۀ وۀ وخت فېرنګے شۀ، باچاخان په پښتنو کښې نۀ وۀ د خپل تاريخ د پاڼې پاڼې نه دې ووېستمه ډالره ستا هومره طاقت په افغانو کښې نۀ وۀ چې نۀ ئې اور پورې کړو نۀ ئې لېونے کړې مينې لکه چې درد سائله ستا په ترانو کښې نۀ وۀ
__________________
We can live without religion and meditation, but we cannot survive without human affection..... |
|
|
Similar Threads | ||||
Thread | Thread Starter | Forum | Replies | Last Post |
Shah Wali Ullah | Janeeta | History of Pakistan & India | 2 | Thursday, June 14, 2018 05:37 AM |
shah waliullah as a reformer | MUKHTIAR ALI | Pakistan Affairs | 1 | Wednesday, April 12, 2017 03:21 PM |
Chronological order of major events in Islamic History | Babban Miyan Ding Dong | Islamiat | 1 | Monday, May 28, 2012 10:59 PM |
History of Islam (Year by Year) | Shabab368 | Topics and Notes | 2 | Tuesday, October 06, 2009 12:34 PM |
Chronology of islamic histroy....century by century | NouR | Islamic History & Culture | 2 | Saturday, January 13, 2007 12:10 AM |