نن مو اودۀ شوي احساسونه دي
ځکه خو مو ژوبل ارمانونه دي
بيا سپرليه دې کلي ته مۀ راځه
وينم ستا لمن کښې سرۀ اورونه دي
لاړې د ګودر غاړې مو شاړې شوې
نن مو لمبه شوي چنارونه دي
وخت خپلې سنګينې فېصلې کوي
مونږ کۀ ډېر ژړلي نصيبونه دي
څنګه د ښائست سندرې ووايو
دلته مړدکي دي او بمونه دي
خدائې شته زمونږ حال د بربادۍ وائي
هر ځو چپه خلۀ کۀ دېوالونه دي
هر خوا نه چې وي زمونږ په سر لګي
يه خدايه! دا څنګه تندرونه دي
څنګه به رباب کښې نغمه واړوم؟
اې شبابه! کور په کور ويرونه دي