|
Share Thread: Facebook Twitter Google+ |
|
LinkBack | Thread Tools | Search this Thread |
#1
|
||||
|
||||
Peace song د امن سندره
د امن سندره
معززو شريفانو انسانانو وينه خپله که د بل د بدن څاڅي د ادم د نسل وينه ده بهيږي جنګ خو جنګ وي که په شرق وي که غرب وي د دنيا د امن وينه به توئيږي بم په کور که په سرحد باندې غورځيږي سل کورونه د روحونو پرې ورانيږي خپل پټي که د بل چا پټي سوزيږي لوږي تندې به په هر لوري زياتيږي دا ټينکونه چې په وړاندې وروستو کيږي د وطن زمکې په شاړو کښې بدليږي څوک سندرې د بري څوک د غم ساندې ژوند په مړو باندې وير کوي ژړيږي جنګ په خپله يوه لويه مسئله ده په جنګونه مسئلې نه هوا ريږي اور او وينه به څه درکړي انسانانو مختاجي او لوږه نوره سيوا کيږي معززو شريفانو انسانانو جنګ به نکړو جنګ کښې هر څه تباه کيږي چي رڼا زما او ستا په کور کښي راشي دا د امن شمع پريږدئ چې بليږي د خپل ځان د زبادولو په خاطرنن ضروري نه ده انسان د چې قتليږي؟ که د کور تورو تيارو ته رڼا غواړئ ضروري نه ده چې کور د سوزل کيږي جنګ په نورو سنګرونو هم کول شي ضروري نه ده چې وينه د توئيږي د ژوندون په مخ د عقل سترګې هم شته ليونتوب د پکښي هر وخت نه غړيږي راشئ ورکې دا تيارې د بد بختئ کړئ مشالونه د فکرونو د بليږي ځئ چې جنګ وکړو د هغه بلاګانو چې د امن د کارون مخې ته کيږي جنګ د داسې تفرقو سره چې وکړو اتحاد په امن نور هم سيوا کيږي چې وحشت او بربريت سره جنګ وکړو چې په امن د تهذ يب لمن پلنيږي جنګ د وشي د مرګي د سياست سره د انسان بقا د امن په سر کيږي جنګ د لوږې ،غريبئ سره د وشي چې د ژوند د خوږو خوند په سيوا کيږي د بې لارو وکدارانو جنګ پکار دے چې په امن د بې وسو ځان خلاصيږي جنګ د وشي د زردارو ستمګرو چې غلام د غلامئ نه ازاديږي جنګ د هغې فلسفې سره د وشي چې د امن د خيالونو سره جنګيږي ځان له داسې دنيا جوړه کړو د مينې چې د امن فرشتې پکښ اوسيږي |
The Following User Says Thank You to Islaw Khan For This Useful Post: | ||
Mr.Nationalist (Friday, September 18, 2009) |
|
|
Similar Threads | ||||
Thread | Thread Starter | Forum | Replies | Last Post |
ICG - Reports | Arif Rao | News & Articles | 27 | Monday, March 15, 2010 07:02 PM |
The Great Battle Of Khaibar | Last Island | Islam | 0 | Friday, November 09, 2007 01:11 PM |
THE GREAT BATTLE OF BADAR (Yaum-e-Furqan) | Last Island | Islam | 0 | Wednesday, November 07, 2007 10:09 AM |
Aisha bint Abu Bakr (RA) | Last Island | Islam | 0 | Tuesday, August 21, 2007 01:22 PM |
indo-pak relations | atifch | Current Affairs | 0 | Monday, December 11, 2006 09:01 PM |