#1
|
||||
|
||||
Pashto Old poetry
This is considered as the first pashto nazam by the first pashto poet Amir Karorr
امير کروړ سورۍ غورۍ : چي په کال 154 هجرۍ کښي مړ شوي و ځه يم زمرۍ پر دې نړۍ له ما اتل نسته په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته بل په زابل نسته له ما اتل نسته غشۍ د من مۍ ځۍ بريښنا پر مېر څمنو باندۍ په ژوبله يونم يرغالم پر تښتيدونو باندي په ماتيدونو باندي له ما اتل نسته ځما د بريو پر خول تاويږۍ هسک په نمنځ او په وياړ د اس له سوو مۍ مځکه ريږدۍ غرونه کاندم لټار کړم ايوادونه اوجاړ له ما اتل نسته ځما د تورۍ تر شپول لاندي دۍ هرات اوجروم غرج و باميان و تخار بولۍ نوم ځما په اودوم ځه پيژندو يم په روم له ما اتل نسته پر مرو ځما غشۍ لونۍ ډارۍ دښمن را څخه د هر يوالرود پر څنډو ځم تښتۍ پلن را څخه رپۍ زړن را څخه له ما اتل نسته د زارنج صوبه مۍ د تورۍ په مخسور وکړه په بادارۍ مۍ لوړاوۍ د کول د سور وکړه ستر مۍ تربور وکړه له ما اتل نسته خپلو وګړو لره لور پيرزوينه کوم دوۍ په ډاډينه ښه بامم ښه ېي روزنه کوم تل ېي ودونه کوم له ما اتل نسته پر لويو غرو مۍ وينه درومۍ نه په ځنډ و په ټال نړۍ ځما ده نوم مۍ بولۍ پر دريځ ستايوال په ورځو شپو مياشتو کال له ما اتل نسته |
#2
|
||||
|
||||
شيخ متو بابا
(688-623 هجرې) په لويو غرو هم په د ښتو کښۍ په لوۍ سهار په نيمو شپو کښۍ په غاړه ږغ او په شپيلکو کښۍ يا د ويرژلو په شپيلو کښۍ ټول ستا د ياد نارې سورې دۍ دا ستا د مينې نندارې دۍ جنډې زرغون که په بيديا دئ د بربڼ خوا په خندا دئ ترنک چې خړ دئ په ژړا دئ دا ټول اغيز د مينې ستا دئ ټوله ښکلل دې ستا له لاسه اې د پاسوالو پاسه پاسه که لمر روښانه مخ يې سپېن دئ يا د سپوږميه تندې ورين دئ که غر دئ ښکلۍ پرتمين دئ لکه هنداره مخ د سين دئ ستا د ښکلا دا پلوشه ده دا يې يوه سپکه ننداره ده دلته لوۍ غرونه زرغونيږې د ژوند وږمې پکښې چليږې بوراوې شاوخواه کړيږې سترګۍ ليدو ته يې هيښېږې لويه خاونده ټوله ته يې تل د نړې په ښکلېده يې خاونده ښکلې ستا جمال دئ ښکاره دې لور په لور کمال دئ که ورځ که شپه که پيړۍ کال دئ ستا د قدرت کمکۍ مثال دئ ستا د لورونو يوه رڼا ده دلته چې جوړه تماشا ده زړه مې دا ستا د مينې کور دئ سوی د عشق په سوځند اور دئ رپ يې و تاته ستا پر لور دئ بيله دې هېڅ دئ ورک يې پلور دئ ستا د جمال په ليدو ښاد دئ که نه وۍ دغه نور برباد دئ په غرو کښې ستا د عشق شپلکۍ دئ د دې نړۍ په عشق سمې دئ که غټ که ووړ که پنډ نرې دئ ستا د جمال ځرۍ هر شې دئ چې پر دنيا مۍ سترګۍ پرې سوې ستا د جمال په نندارې سوې نه هسک نه مځکه وه تورتم ؤ تياره خپره وه ټول عدم ؤ نه د ابليس نه يې ادم ؤ ستا د جمال سوچه پرتم ؤ چې سو ښکاره ښکلې دنيا سوه د پنځ پر لورې يې رڼا سوه زه چې څرګند پر دې دنيا سوم د ښکلې مخ په تماشا سوم ستا پر جمال باندې شيدا سوم له خپلې سټې را جلا سوم په ژړا ژاړم چې بيلتون دئ يمه پردېسې بل مۍ تون دئ و ګړيو ولۍ متې ژاړې سورې يې اورې غاړۍ غاړۍ څه غواړې څه واېي څه باړۍ خپل تون او کور و کلۍ غواړې چونې چې بيل سۍ نيمه خوا سې تل يې د بڼ په لور ژړا سې
__________________
Life is a tale told by an idiot... |
The Following User Says Thank You to Islaw Khan For This Useful Post: | ||
arosh (Friday, November 23, 2012) |
|
|
Similar Threads | ||||
Thread | Thread Starter | Forum | Replies | Last Post |
English Poetry | DANISH_KHAN | English Poetry | 2 | Sunday, October 13, 2019 02:26 PM |
History of English literature | Naseer Ahmed Chandio | English Literature | 18 | Saturday, October 20, 2012 03:03 PM |
The Poetry of Confession | free thinker | English Literature | 0 | Friday, May 26, 2006 07:17 AM |
S. T. Coleridge: Function of Poetry | Last Island | English Literature | 0 | Tuesday, June 28, 2005 02:27 PM |